محمد اکبر حقمنل

ژ محمداکبر حقمل د بریاليو کسانو د ژوند په لړ کې غوره ځانګړنې د خپل ځان پېژندل، باور او د زړه خوښې ته اړوندېږي. ډېری وګړي پټې او ناڅرګندې موخې، ارزښتونه او هیلې لري په پایله کې د ژوند لوړې او ټیټې مرتبې ته ځي او لاسته راوړنې یې هم په همغه کچه وي یعنې یا پیاوړې او یا کمزورې وي. هغه وګړي کوم، چې په ټولنه ځلېږي دوی په ټوله وړتیا سره خپلو هیلو او موخو ته ځان رسوي. ستاسو شخصیت ستاسو له اند څخه جوړښت اخلي. ستاسو د شخصیت مرکزي هسته ستاسو خپل ارزښتونه دي. هر کار، چې ترسره کوي او یا له تاسو څخه ترسره کېږي پایله به یې له هغه فرمانونو څخه وي کوم، چې ستاسو له ځان څخه ارزښتونه راباسي. هرڅومره ډېر، چې په دغو ارزښتونو فکر او تمرکز وکړئ په همغه کچه به ستاسو چلند او رویه غوره وي. د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په ریښتینې بڼه غوره کوي! کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړي به درته ارزښت درکړي. د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ ترڅو نورو ته غوره شئ! کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ. خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او د خپلو موخو پروړاندې خپل ځانونه پیاوړي وشمېرئ، نو هرمرو به بریالي کېږئ! ځانته مو ارزښت ورکړئ، موخې مو څرګندې کړئ او ټوله وړتیا مو په کار واچوئ، نو ضرور به یې پایله مثبته او غوره ترلاسه کړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *