ژباړه: محمد اکبر حقمل
بریالیتوب یعنې موخو ته رسېدل. ټول بریالي کسان، په مکمل ډول هدفمند یا موخې درلودوونکي وو او دي. هغوی پوهېږي، چې په دقیق ډول د څه په هڅه کې دي او هره ورځ خپلو غوښتنو ته په رسېدو فکر کوي.
خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اړین او ښه مهارت، د موخې د ټاکلو توانایي ده. په تاسو کې موخې د ذهن مثبته انرژي او نوي فکرونه راپیدا کوي. که چېرې موخه ونه لرئ، خپل ژوند به مو د هرې ورځې قرباني کړئ. اما د موخې په لرلو یا جوړولو سره به د لندې څخه د خوشي شوي غېشي په شان والوزئ په مسقیم او صحیح ډول باندې به د خپلې موخې په منځ کې کښېنئ. په حقیقي ډول دا ريښتیا ده، که چېرې سل کاله ژوند هم ولرې ستا د پټو قوتونو او استعدادونو د کارونې لپاره کافي موده نه ده او دا موده یې د کارونې لپاره هېڅ بسنه نه کوي. دا هر څه مو، چې تر اوسه پورې لاسته راوړي، دا تاسو د خپلو ذاتي قوتونو او استعدادونو له یوې ډېرې کوچنۍ برخې څخه ګټه پورته کړې. بریا ته د رسېدو له اصولو څخه یو اصل دا دی: دا مهمه نه ده، چې ته له کوم ځای څخه راغلی یې؛ اما دا مهمه ده، چې ته کوم ځای ته روان یې. البته هغه څه، چې ستاسو موخه ټاکي هېڅ هم نه دي پرته له تا او ستا له فکرونو. ټاکلې موخې، پر نفس باور ستاسو وړتیاوې او مهارتونه زیاتوي او ستاسو انګېزه پیاوړې کوي.
د خرڅلاو د مدیریت استاد (نام ها پکینز) وایي: موخې د بریا د موټر تیل دي.