عبدالکریم حقانیار

 د حویلۍ په سالون کې موزیک په لوړ آواز غږیده. سړی په دهلیز کې د را ځوړندي آېنې مخې ته په ګډا و، میرمن یې کورته په تلوار راننوته میړه ته یې وویل:
وه سړیه! د موزیک غږ د کوڅي منځ ته راځي، څه درباندي سوي چې پورته پورته غورځې، لکه چې بیا دي د غم شراب څښلي؟!

ـــ څه وایې؟ وامې نه وریدل. پدې ناولي ملک کې له ګورمه مړ سوم. ځوانۍ ته خو ګوري، پدې ښایسته کاوبای او تېشرټ کې څرنګه ښکارم؟ په هاغه فیشنې مغازه کې مې واخیستل. ته واخله دا موبایل، یو جانانه عکس مې واخله چې همدا اوس یې د فیسبوک یارانو ته ور وښیم.

ـــ دادي پر ځان څه ریشخند وهلی، دا ډول تړانګي تړانګي پتلون خو ولګار(کوڅه یې) اروپایې ځوانان اغوندي.  په ږیره کې دي سپین تر تورو زیات دي. که له ما نه شرمیږې، له خپل افغانیت څخه خو به لږ حیا درته دریږي!
ـــ هه هه، ناقِصُ العقلې! د افغانیت او فیشن یې سره څه، ږیره څه په بلا وهې، زړه مې لا ځوان دی. پدې کې د شرم څه خبره ده. دا واري چې کابل ته ولاړم، بل واده کوم. وادي وریدل که یه؟!

ښځې ښی لاس پر خوله ونیو، د ستر ګو په کُنجو کې یې د اوښکو  څاڅکې ورغړیدل. زوره ساه یې واخیسته، د لرګې په زینو کې په منډه دوهم پوړ ته وخته، مخامخ د خوب خوني ته ننوته. د دروازې درَب سو، د دهلیز پر دیوال را ځوړنده هنداره و لړزیده.

سړي سر وښوراوه، وبوڼیده. د موزیک غږ یې ټیټ کړ. توري عینکې یې په ستر ګو کړي. د سالون له المارۍ څخه یې کامره را واخیسته، په دهلیز کې یې د قدنما آینې تر څنګ د رپک پر کونج کیښوده. اوتومات تڼۍ یې کښېکاږله. په ښي اړخ کوږ ووږ ورته ودرید. شونډې یې سره کښ کړي، څو ثانیې وروسته د کامرې غژژس سو. د فلش رڼا ته یې ککرۍ څو واري وځلیده. یوه عکس ته ځیر سو، په بریتو کې وموسکید، سمدلاسه یې فیسبوک ته پورته کړ. ورسره ویې لیکل:
ګلو یارانو؛ داهم د نن ورځي سلفي څه په کې وایاست؟
فیسبوکې ملګرو یې په لایکونو او تبصرو ونازاوه، ځینو لیکلي ول:
«نام خدا».« بی شکه…صاحب همیش خوښ اوسي».«چقه مقبول».«خراب نه شي».«واه…کم مه شي». «خوش تیپ».«… ډیر ښایسته ښکاري».«ده سال جوان شدی». یوې ځواني ښځې لیکلي ول: «عزیزم؛ چقه فیشنی بودی…».

ده ور ته کښ کړل: «جانم هنوز بچګیس به امید…!» ښه ډیر وخت په فیسبوک کې بوخت و، ورپسې د سالون په کوچ کې په وږي نس خوب یووُړ.

میرمن يې خوب نه وړه تر نیمې شپې یې د خاوند نوې سلفي څارله، نه پوهیده چې څه وکړي. دهاغي فیسبوکۍ ښځې او میړه تر منځ  فیسبوکې تار ډیره ځوروله. له ځان سره یې وویل:
کابل ته د بیزنیس او نویو پروژو په بهانه حق و ناحق ځغلي، هسي نه چې… هغه مرداره که تر ما ښایسته نه ده، ځوانه خو ده.
سهار وختي له کوره ووته، په کارځای کې یې یوې همځولې همکاري ته ټکي په ټکي کیسه وکړه، هغې مشوره ور کړه:
« ته هم همداسي ولګاړ ځان جوړ کړه، په کورکې د میړه مخکې عکس واخله، ویې ننګوه چې که خپل عکس سمدلاسه لري نه کړي، ته یې هم فیسبوک ته پورته کوي… وګوره چې خاوند دي څه عکس العمل ښیې، کیدای شي سد یې سرته ورشي او خپل عکس ډیلیټ کړي.»

مازدیګر کله چې له کاره کورته  تله، په ښار کې یې د موډ سینټر مخې ته موټر پارک کړ. یوه جوړه توربخوني ډَولې عینکې، یو چسپ کاوبای چې پر زنګنو برسیره ځای ځای سولیدلی او سوري و، د سپینې خاسې له یوه نازک لنډ لستوڼي تنګ کمېس سره جوړه واخیستل، هماغلته یې واغوستل.
د کور در وازه یې زړه نازړه و ټکوله، دروازه په بیړه خلاصه سوه. سړي ښځې ته کښته پورته وکتل. د میرمنې  بدلې جامې او پلنو عینکو هک پک کړ، په راوتلې رډ تندې کې یې ګونځې وغځیدې، مخ  یې تور بخون سو. غاښونه یې سره تیر و بېرکړل، دوه ګامه شا ته سو.

 ښځې د کور دروازه سوکا پوري کړه، د شا پرخوا په ورَه ور ړنګه سوه. غبرګې اوږې یې پر دروازه تکیه کړي. د دواړو لاسونو بټي ګوتي یې د پتلانه په جیبونو کې ننه ایستي، مخامخ یې خپل میړه ته وکتل، ویې ویل:
ګرانه؛ څومره ښه چې پر کوریې. ته ښه راته وګوره، څرنګه ښکارم؟! ها، زما د موبایل په کامره مې یو عکس واخله. غواړم چې فیسبوک ته یې ورکړم. و به ګورو چې زما «ګل ملګري» څه راته لیکي!

سړي خوله ویته کړه، په زېړبخونو غاښونو یې د ګروپ رڼا ولګیده. د کیڼ لاس پرګوتو یې ګوډی سر وګراوه، ویې ویل:
ولي نه، بیخې د ورځي له موډ سره برابره ښکاري!
خپل موبایل يې د پتلانه له جیبه را وایست. ښځې ته یې مخامخ ونیو، دعکاسي تڼۍ یې د ښي لاس پر بټه ګوته کلکه کښېکاږله. ښځه ورته موسکه سوه. ښۍ پښه يې پر کیڼه واړوله، عینکې یې پر تندي د پاسه  لنډو ولولي ویښتانو کې بندي کړي، د چپ لاس په منځوۍ ګوته یې د کیڼ ورانه لوڅه برخه وګرږله، په کړس یې و خندل. میړه یې سر په سر څو نورعکسونه هم واخیستل، مبایل یې په چنبه کې ټینګ ونیو. رډ رډ یې ښځي ته و کتل. د سالون خواته رهي سو، چیغه یې کړه، شاته یې مخ را واړاوه، تر خولي یې ووتل:

رنـډۍ! ته خپل حــد نه پیژنې. زما بې عزتي ته د ي ملا تړلي. ته غم مه کوه، زه به یې همدا اوس فیسبوک ته  پورته کړم چې بیا مې خپل و بل ملامت نه کړي، ورځــه پرما طلاقه یې…!!

د نوي لمریز کال لومړی ماخُستن
ستاکهولم۲۱/۳/۲۰۱۶

One thought on “خپل حــد/ حقانیــار”
  1. ډیره په زړه پوري کیسه وه لکه سړی چی فلم ته ګوری. کور ایاد حقانیار صیب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *