ژباړه: محمداکبر حقمل. خپل لوی او بد دوښمن مو تر خپل لاس لاندې دی، که وغواړئ قابو کولای یې هم شئ. دا دښمن مو بل څه نه دي بلکه د خپلې لامسې منفي احساسات مو دي کله، چې تاسو په کوم څه  احساساتي کېږئ نو پوه شي، چې د تېرو هڅو پایلې به مو ډېر ژر ویجاړې کړئ. منفي احساسات مو یواځې خپل شخصیت ټیټوي. د غوسې په حالت کې مو ساتي او د ژوند له خوند څخه مو بې برخې کوي. که فکر او څېړنه وکړو په دې به پوه شو، چې د تاریخ په اوږدو کې بشري ټولنو ته له هرڅه وړاندې یواځې احساساتو زیان رسولی دی. که چېرې د ریښتینې خوښۍ او بریا غوښتونکي یاست نو د خپلو ټولو موخو څخه به مو یوه مهمه موخه د احساساتو له کړۍ ځان خلاصول وي. په خوشبختۍ سره په هغه صورت کې، چې لاره یې زده کړئ ددې کړنې پایله به ستاسو لپاره تګلاره واوسي. منفي احساسات په عمومي ډول د څلورو لاملونو په لاس منځ ته راځي، چې د [ډار، وړتیا نه لرونکی احساس، حسادت(کینې)، ځان کم احساسولو او د غوصه کېدلو] اړوندېږي.  د دغو څلورو لاملونو په لرې کولو سره به له تاسو څخه ټول منفي احساسات په خپله لرېوالی ومومي. کله، چې د منفي احساساتو مخه ونیسئ نو مثبت احساسات همدا ډول مینه، خوند، هوساینه او د ژوند په ټولو برخو کې مخ پروړاندې بدلونونه به د هغو ځای په څو دقیقو حتی څو ثانیو کې ونیسي. (خپل احساسات مو قابو کړئ او په ژوند کې د هرچا له مینې درکولو څخه خوند واخلئ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *