ژپاړه: محمداکبر حقمل –
ډېر کسان ماته وایي، چې زړه یې غواړي خپل عواید یې یو پر دوه شي. که کسبګر وي نو له هغه څخه پوښتم: «ستاسو د عاید د یو پر دوه کېدو تر ټولو تېزه او لنډه لار کومه ده؟». وروسته له هغې، چې دوی ماته څو ځوابونه راکړي هغه څه، چې زما په خپل نظر تر ټولو غوره ځواب دی او زه یې دوی ته وایم: (په کومه کچه، چې د خپلو ځانګړو مشتریانو لحاظ او مراعات کوئ د هغوی له کچې دوه برابره مشتریانو لحاظ او مراعات وکړئ یعنې په څومره وکړو، چې په ټیټه بیه توکي پلورئ د هغوی دوه برابره وګړو ته یې په ټیټه بیه ورکړئ».
د پلورنې زیاتولو لپاره تر ټولو لنډه لار دا ده، چې باید له مشتریانو سره ډېر وخت ولګوئ. حتی که، چېرې خپل ټول مهارتونه مو لوړ نه کړئ او یا مو په کار کې هېڅ کوم بدلون را نه وړئ یواځې دا چې له خپلو مشتریانو سره خپل وخت زیات مصرف کړئ، شونې ده، چې په لنډ وخت کې مو خپل مشتریان دوه برابره شي.
هغه پلورونکي، چې خپلو مشتریانو ته ډېر وخت ورکوي او ژر ورسره نه تنګېږي هغه تل ډېر مشتریان لري او هر مشتري ترې په خورا خوښه پېرودنه کوي او دا څرګنده خبره ده کله، چې مو مشتریان ډېر وي نو عواید به مو هم ډېر وي.
د غوره فکر یوه لاره:
په ۱۱۴۲ میلادي کال کې یوه انګېسي فیلسوف د (ویلیام اوکام) په نامه د ستونزو حل کولو لپاره یوه طریقه وړاندې کړه، چې اوس د (تېغ اوکام) په نامه پېژندل کېږي. د فکر کولو دا روش یا لاره د څو کلونو په اوږدو کې ډېر وپېژندل شوه او ډېره کارېده. اوکام ویلي دي، چې: « د هرې ستونزې حل لاره په معمولي ډول ترټولو لنډه او ساده حل لاره ده».
یوه غلطي، چې له ډېری کسانو څخه کېږي دا ده، چې د خپل ځان لپاره خپلې موخې او ستونزې له کچې زیاتې ستونزمنوي او سختوي. که د ځان لپاهر مو هر څه په ستونزمنه توګه وشمېرئ، نو همدومره به درته ستونزمن شي او ستاسو پر وړاندې به زیات لرېوالی خپل کړي.
هڅه وکړئ تر څو خپله لاره او روش مو ساده او آسانه و انکېرئ او له وخت څخه په ګټه اخیستنې سره په مستقیم ډول د خپلې موخې پر لور تګ وکړئ.