دپكتيـكا ولايـت مقام مطبوعاتي دفتر

خبر پاڼه

د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر

۱۳۹۲کال د چنګاښ ۲۸ نېټه

د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ د فولادخېلو په سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو د يوه تن قومندان عبدالله په کور کې ماين چاودلی چې له امله يې د عبدالله د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

ياده ماين چاودنه تيره ورځ (د چنګاښ ۲۷ پنجشنبه) سهار نږدې ۷ بجې هغه مهال د ياد ولايت مټاخان ولسوالۍ د فولادخېلو په سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو د يوه تن قومندان عبدالله په کور کې رامينځته شوه چې قومندان عبدالله او ملګرو يې د چاودېدونکو توکو څخه جوړ شوی ماين په کور کې پټ کړای وو او غوښتل يې د لويې لارې پر سر يې د افغان امنيتي ځواکونو په نوم ځای پر ځای کړي، د مالوماتو له مخې له چاودېدونکو توکو جوړ شوی ماين د يادې کورنۍ د ماشومانو لاسته ورغلی او د ماشومانو له لاسوهنې وروسته چاودلی دی

په ياده ماين چاودنه کې د عبدالله د کورنۍ پنځه تنه تنکي او بې ګناه ماشومان چې عمرونه يې د دريو او اوو کلونو ترمينځ دي او يوه مېرمن شپږ واړه شهيدان شوي او يوه بله مېرمن سخته ټپي شوي ده، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده

د پکتيکا والي محب الله صمیم د يادې ماين چاودنې له امله چې د يوې مېرمنې ترڅنګ يې پنځه تنه تنکي او بې ګناه ماشومان شهيدان کړي وويل چې د دولت وسلوال مخالفين پر خپلو اولادونو هم ترحم نه کوي او له امله يې دا ډول پېښې رامينځته کيږي

ښاغلي صمیم ماين د انسان پټ دوښمن ياد کړ او ويې ويل چې ماينونه او چاودېدونکي توکي دوست او دوښمن نه پېژني، ښاغلي والي د دولت پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ چې له ترورستي بريدونو او دا ډول بې ګناه هېوادوالو په ځانګړي ډول د تنکيو ماشومانو له وژلو لاس واخلي او خپلو ماشومانو ته د ماينونو او چاودېدنکو توکو پر ځای قلم او کتاب ورکړي او د زده کړو په موخه يې ښوونځيو ته ولېږي

والي محب الله صميم پوليسو ته ښپارښتنه کړي تر څو ژر تر ژر د پېښې عملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري

په سيمه کې ملي پوليسو جدي پلټنې پيل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *