ملي هویت یوه معاصره پدیده ده او په اوسنیو شرایطو کې د ملتونو د بقا، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړین شرط دئ. د زمانې په تیریدو سره د ملي هویت په ماهیت، تعریف، وده او ستونزو کې هم توپیر راځي. موږ د نن زمانې له شرایطو سره سم باید د ملي هویت په جوړوونکو عناصرو، ستونزو او د ټینګښت په لارو ښه ځان پوه کړو.

باید پوه شو چې په یوه هیواد کې د ملي روحیې د پیاوړي کولو، د ملي وحدت د تامین، په ټولنیزو سرتاسري ستونزو کې د ملي وفاق راوستلو او ورته د اړینو حل لارو موندلو لپاره د ملي هویت مسئله خورا مهم او ستر رول لري او له بلې خوا ملي هویت هم بیا په یاد شوو ملي مفاهیمو متقابله مثبته اغیزه شیندي. ملي هویت د یوه هیواد له خلکو سره مرسته کوي چې ګډ ارزښتونه، ګډ ارمانونه او ګډې موخې ولري او هم ورته د رسیدو لپاره ګډې هڅې وکړي نو بیا هغه هیواد ستر ستر کارونه سرته رسولئ شي او لویې پایلې لاسته راوړلئ شي. په همدې توګه، ګډې موخې لرل او ورته کار کول بیا د ملي هویت داعیه لا نوره هم ټینګوي.

د ملي هویت او ملي وحدت لرونکئ هیواد هره کورنۍ ستونزه حل کولئ شي او هرې بهرنۍ لاسوهنې ته اړین ځواب ورکولئ شي. داسې ملت ښه پرمختګ کوي او د خپلو خلکو د بیوزلۍ په ورکولو کې بریالي کیږي. که د یوه ملت ټول خلک په یوه ملي هویت راضي نشول او ویاړ یې ورباندې ونکړ نو نه یو موټئ پاته کیدئ شي، نه د کورنیو ستونزو غم خوړلئ شي، نه د بهرنیانو د لاسوهنو مخ نیوئ کولئ شي او نه په سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي توګه ژوندي پاته کیدئ شي او د تل لپاره به د نورو تر اغیزې لاندې وي.

که تاسو هر قوي ملک ته لاړ شئ نو تاسو به زر پوه شئ چې د هغه هیواد هر وګړئ، ځوان، نر او ښځه دا تمه لري چې د خپل هیواد په هکله، د هغه د ملي ایدیالونو په باب، دهغوي دملي افتخاراتو او ملي هویت په هکله تاسو تر تاثیر لاندې راولي، که دوی ډېرې ستونزې هم ولري خو هڅه کوی چې ته ورسره ومنې چې دوی نو لوړ ملت دئ.

په ملي هویت پوهیدل او ټاکونکي عناصر یې

باید پوه شو چې ډېر وروسته پاته او بیوزله ملتونه په یوه او یا بل شکل د خپلې پیژندګلوۍ او خپل ملي هویت په اړه ځینې ستونزې لري. کیدئ شي چې د یوه ملت ډېرئ خلک زیات لیواله وي چې خپل ملي هویت، تشخص او پیژندګلوي ولري او هڅه هم کوي چې خپلو نورو خلکو ته هم قناعت ورکړي چې هغوي هم ورته ژمن شي. خو دا یوه پیچلې مسئله ده او تاریخي، کلتوري، مدني او ټولنیز اړخونه لري او په خواشینۍ سره ډېر خلک د ملي هویت په ستونزه ډېر نه پوهیږي. په وروسته پاته ملتونو کې کله کله خلک د یوه واحد ملي هویت په مفهوم کې سره ویشل شوي وي او اختلاف لري او هڅه کوي چې خپله داستونزه حل کړي. باید پوه شو چې دنړۍ هیوادونه څنګه د خپل ملي هویت ستونزې حل کوي، څنګه یې په ارزښت ورزیاتوي، څنګه یې خپلو ټولو خلکو ته د منلو او ویاړ وړ کرځولئ شي او څه وخت ملي هویت ټکنئ کیږی.

د ملي هویت په ټاکنه او څرنګوالي کې د هغه ملت او ټولنې اوسنئ او تیر مدنیت، کلتور، تمدن، ملي افتخارات، ګډ ارزښتونه، ګډې ګټې او اقتصاد، ګډه ژبه یا ژبې، ګډ دین، ګډ تاریخ، ګډ جغرافیوي حدود او ځینې نور زیات رول لری. خو ګورو چې په ځینو هیوادونو کې یاد شوي شیان د ټولو خلکو ګډ نه وي نو بیا په څه ډول دا ملتونه خپل ملي هویت ټاکي، ټینګوي یې او څنګه ځانونه د یوه ملت په توګه پيژني؟

د غوره رهبرانو او کدرونو لرونکي ملتونه په خپلو شته ګډو ارزښتونو، ګډو ګټو او افتخاراتو باندې زیاته پانګونه کوي، د خپلو خلکو پام ورته اړوي. همدارنګه، دا ملتونه او رهبران یې هڅه کوي چې لانور ګډ ارزښتونه او ګډې ګټې رامنځته کړي، دخپلو ټولو خلکو ځانګړتیاوو، حقونو او خوندیتوب ته تروسه وسه پاملرنه کوي ترڅو هرڅوک ځان په ملي هویت کې وګوري او په دې توګه ملي هویت یې لا نور هم غښتلئ شی. همدارنګه، په اوس زمانه کې ګورو چې د نړۍ د زیاتو ملتونو د ځینې خلکو هرڅه سره ګډ شریک نه وي، یا څو ژبې لری، بیل بیل قومونه پکې اوسي، د بیلو بیلو مذهبونو پیروان وی. خو هغوي هڅه کوي چې د خپل ملت د قشرونو په منځ کې د یو څه شته توپیرونو لرل ستونزه نه بلکه د تنوع د اصل په بنا په فرصتونو واړوي او ورته درناوۍ وکړي.

ګډ دین، نژاد او تاریخ درلودل له ملتونو سره د ملي هویت په ټینګښت کې مرسته کوي خو کله کله د دې شرایطو لرونکي هم ښه وحدت نلري او په یوه یا بل شکل د هویت ستونزه لري. خو په ځینو هیوادونو کې لکه د مثال په توګه په مالیزیا کې ټول خلک مسلمانان نه دي، هلته بیل بیل توکمونه او ان بیل بیل نژادونه اوسي. له یاد شوو توپیرونو سره سره بیا هم د مالیزیا خلکو او مشرانو یې د ګډو لیدلورو او ګډو موخوپه لرلو سره د خپل ملي وحدت او ملي هویت په ټینګښت کې ښه بریالیتوب ترلاسه کړئ دئ.

په ایران کې د پنځه پنځوس سلنه په شاوخوا کې خلکو مورنۍ ژبه فارسي نه بلکه عربي، ترکي، بلوچي او یا کومه بله ژبه ده. ټول خلک د اسلام په دین کې د تشیع د مذهب پیروان ندي او ځینې خو لا بیخي مسلمانان ندي. خو په ایران کې برلاسئ کلتور او هویت د فارسي ژبو او شیعه ګانو دئ او په مالیزیا کې هم ملیان چې مسلمانان هم دي دهغه ملک اکثریت نفوس جوړوي او برلاسئ فرهنګ لري او همدارنګه په دې هیواد کې مسلمانان هم خپلو نورو هیواد والو ته چې چینایي نژاده دي او مسلمانان نه دي درناوئ کوي او په ګډه یو ملت جوړوي. دا کیدئ شي له ستونزو خالي نه وي خو کیدئ شي د نړۍ په اوسنیو شرایطو کې تردې بله ښه لاره موندل هم ګران کار وي.

که ایران، مالیزیا او یا هر بل هیواد چې خلک یې له یو بل سره ځینې مشترکات او له یو بل څخه څه توپیرونه لري متحد، بسیا، پرمختللي او خپلواکه پاته شي باید هر یو هیواد خپل هویت ولري. که تاسو په نړۍ کې هر هیواد ته ښه ځیر شئ، تاریخ یې مطالعه کړئ او دهغو د خلکو ترکیب، د کلتور رنګارنګوالئ، مختلف دینونه او مذاهب، نژادونه او نور وګورئ پوهیدئ شئ چې ټول هیوادونه د خپل ملي هویت په هکله ځینې مسئلې لري خو ځینې یې په بریالیتوب سره حل کوي او ځینې بیا پکې ستونزې لري.

په یو ملک کې که حالت داسې راغلئ وي چې د اکثریت خلکو ژبه، کلتور، مدنیت او نور برلاسي وي او د ملي هویت اډانه جوړوي خو دا اکثریت باید پوه شي چې د هیواد نور خلک هم په پورته مشترکاتو کې لکه ګډې ګتې، ګډ کلتور، ګډ تاریخ، ملي افتخاراتو، د ملي قهرمانانو لرل، ګد ارزښتونه او نورو کې شریک کړي او جغرافیوي حدود خو يې سره یو دي. پوه ملي سیاستوال او رهبران دا ګډ ارزښتونه په بریالیتوب سره په خپل ملت کې پنځوي او خلک له یو بل سره د ممکنه مشترکاتو په رسۍ سره تړي او یو موټئ یې ساتي. همدارنګه، هغوي توپیرونو ته هم ځیر وي، هغه د تنوع او بډاینې سبب بولي او نه د بیلوالي. البته په دې کار کې سرتاسری ملي ګوندونه چې د یوه ګډ ملي آرمان په وړاندې ژمنتیا ولري یوه ښه وسیله کیدئ شي.

ملتونه هم په ځینو څیزونو کې د ځینو سیمو په شان دي. که وګورو په سیمه ایزه کچه، قومونه، کهولونه او قبیلې ژوند کوي. که یوه قبیله، یا یوه غټه کورنۍ ښه پوه سیاستوال په خپل منځ کې وروزي، خپلو ټولو خلکو ته د توپیر پرته چوپړ وکړي، په خلکو کې شخړې حل کړي، د ستونزو لپاره لارې ومومي او هم اخلاقي او علمي لوړتیا ولري نو کیدئ شي او تر یوې کچې اړینه هم ده چې دهغې قبیلې یا کهول کلتور او هویت په ټولو اثر وکړي او په کراره کراره به نور خلک هم ورسره ځان شریک کړي. که بیا هم دا خلک له تبعیضه کار واخلي، ځان تر نورو لوړ وبولي، خدمت ونکړي او تش له خلکو تمه ولري چې ورپسې لاړشي خلک په ځان نشي راټولولئ او نه به دهغوي کلتور په چا اثر وکړي. همدارنګه، که یوه ناپیژندل شوې، بی علمه، ناتوانه قبیله که څه هم په هغه سیمه کې ډېر وي او له خلکو وغواړي چې دا ښونځۍ، لاره، کوڅه او جومات دهغوي د مشر په نامه شي نو دا به د خندا وړ وي. په ورته ډول، که په ملک کې هم څوک غواړي چې د ملي هویت لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي، خلک په یوه ملي هویت راټول او قانع کړي نو د نن زماني له اصولو سره باید په ځان کې ستر ستر خیالونه راپیدا کړي، ښه غوره او د خپلو ټولو خلکو په چوپړ کې وړ کدرونه باید وروزي تر څو خلک په ځان راټول کړی او خپله د ملي هویت ټینګولو داعیه سمه پرمخ بوزي.

د ملي هویت د خوندیتوب ستونزې؟

که په کوم هیواد کې شخړې وي، مدني، ټولنیز، علمي او ګډ ملي ارزښتونه کمزوري کیږي، خلک سره ویشل کیږي نو په ټولنه کې خلک د خپل مصؤنیت لپاره و قبیلوي، ژبنیو او سمتي اړیکو ته مخ اړوي او په دې ترتیب د ملي ګټو، ملي پيژندګلوۍ او ملي هویت بنیاد ټکنئ کیږي. دلته بهرنیو کړیو ته ښه موکه په لاس ورشي ترڅو اوبه خړې کړي او کبان ونیسي، د هیواد خلک سره وویشي او خپلو لاسوهنو ته لاره پرانیزي. داکار ملي هویت ته نوره هم ستونزه پیدا کړي. موږ ګورو چې له اوږدو شخړو وروسته زموږ په ملک کې همدا لوبه رامنځته شوه او زموږ ملي هویت ته یې ستونزې راولاړې کړې.

اوس که دیوه داسې هیواد خلک چې له دې پورته ستونزو سره مخ شوي وي باید په سړه سینه او زغم سره دا ستونزه حل کړي. مخکې له دې چې د ټولنیز تفاهم لپاره یې کوم ښه بستر برابر کړئ وي او د علم، ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ګډو ایدیالونو او ګډو موخو د رامنځته کولو لپاره یې اړینه پوهه، تفاهم او تجربه رامنځته کړې وي که د ملي هویت به هکله بې وخته او بیځایه زیاتې ناندرۍ ووهي او ورباندې ترحده زیات ټینګار وکړي ښې پایلې به ورته ونلري.

که موږ خوښ یو که ناخوښ ملي هویت یوه معاصره مسئله ده او په زړو عینکو ورته کتل د ګټې په ځای تاوان رسوي. نړیوال شرایط، د یوه ملت دخلکو تماس د رسنیو او د نورو ملتونو له خلکو سره د هر هیواد په خلکو اغیزه شیندي. بهرني او ګاونډي هیوادونه په نورو کې ترپخوا زیات په خپلو ګاونډیانو کې د نفوذ کولو وسایل په اختیار کې لري. دخپلو روا او ناروا ګټو د خوندي کولو لپاره نن سبا ځمکې نه لاندې کوي بلکه هڅه کوي چې ځانته ېې تابع، لاسپوڅي، وروسته پاته، د خپلو ستراتیژیکو موخو د لټولو او خپلو تجارتي پیداوارو د خرڅلاو په سیمه یې بدل کړي نو غواړي ملي هویت یې تر سوال لاندې راولي، سره ویشي یې او د خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري اونورو سیمه ایزو غوښتنو لپار ورڅخه کار اخلي.

د رسنیو او اړیکو نیولو د انقلاب له کبله په ټولو ټولنیزو، سیاسي او نړیوالو شرایطو کې ستر ستر تغیرات راغلي دي او ملتونه او مشران یې باید خپلې ستونزې او فرصتونه هم د خپلو تاریخي روایاتو او هم د نوو سیمه ایزو، تکنالوژیکي او جیوپولیټیکي شرایطو په رڼا کې وارزوي او عقلاني لارې ولټوي.

که ملتونو، د هغوي مشرانو، کدرونو، او مطرح قوتونو یې په دې لاره کې ستونزو ته یوازې په زړو عینکو کتل ارزونه یې په غلطه لاره درومي او په دې اغزنه لاره خپلو غوښتنو ته نه رسیږي. همدارنګه، ملي هویت په احساساتي بیانونو، ښکنځلو، کړنو او لیکنو نه سمیږي او نه په زور په چا منل کیږي بلکه باید داسې یو چاپیریال رامنځته کړي چې ټول خلک ېې په خپل زړه ومني. اړینه خبره ده چې ټول هغه هیوادپال خلک او ګوندونه چې د ملي هویت، ملي وحدت او ملي وفاق په اهمیت پوهیږي او ورته ژمن وي نو باید هغوي د ملي وحدت د کمزورتیا په لاملونو هم ځان پوه کړي او د حل لارو په موندنه کې له خپله تاریخه، نړیوالو جریاناتو، تعقل، علمي میتودونو او زغم څخه کار واخلي.

هر هغه څوک چې غواړي په خپل هیواد کې ملي هویت رامنځته، ټینګ او د خپلو ټولو خلکو د ویاړ ‍ وړ یې وګرځوي نو باید د خپل هیواد په ټولنیزو مسئلو، تاریخي روایاتو، دیني مسئلو، وګړني او ملي کلتور، د خلکو په مجبوریتونو، بهرنیو لاسوهنو او دهغو په موخو ښه پوه وي. د ټولنې دا قشر باید چې ښه پوهه، اخلاقي لوړتیا او ریښتینولي ولري او په خپل هیواد کې د ټولو خلکو د انساني کرامت، بشری حقونو، ټولنیز خونديتوب، د بیان آزادۍ او نورو ته نه یوازې درناوئ ولري بلکه د هغو لپاره عملي او نه ستړي کیدونکې هڅې او مبارزه هم وکړي. بیوزله، له کرکو ډک، بی علمه او په شخړو اخته خلک هیڅکله هم د خپل هیواد د ملي هویت د ټینګښت لپاره ډېر کار نشي کولئ او خلک د جذب به ځاي له ځانه شړي.

که په ملت کې پوه سیاستوال، مشران او غوره کدرونه شتون ولری، موخه یې خپلو خلکو ته خدمت وي، د قربانیو په وخت کې په لمړي صف، خو د امتیاز په وخت کې په وروستي قطار کې وي نو د ملت ټولې پرګنې د یوه ملي هویت په اډانه راغونډولئ شي. د مثال په توګه د افغانستان په شرایطو کې دا سمه نده چې دیوه توکم د بشری حقونو د سرغړاوي په صورت کې نور قومونه پټه خوله پاته شي بلکه هرڅوک باید د هیواد د هرکس په هرځای کې چې ژوند کوی له انساني کرامت، حقونو او د ژوند د ښه والي ننګه وکړي او مبارزه ورته وکړي نو بیا به ملي روحیه پیدا او ملي هویت به مو ټینګ شي.

په یوه هیواد کې ملي هویت، ملي وحدت، یو خادم قوی او د ټولو خلکو په چوپړ کې د عادل دولت شتون هلته حقیقت پیدا کولئ چې د هیواد زعیمان او دولتونه د ابن خلدون په قول د خپلو خلکو د عقایدو او هیواد پالنې دواړو خواوو ته په ښه تناسب سره د خپلو پالیسیو په سر کې ځاي ورکړي، ورته کار وکړي او ورڅخه غافل نشي. د دې دواړو څخه که هر یو له نظره وغورځول شو د ملک ثبات ته بدې پایلې لرلئ شي.

One thought on “خپل ملي هویت څنګه پیاوړئ کړو؟ – محمد عارف رسولي”
  1. ملي هويت بشپړه پېژند ګلوي ده . انصاف او عدالت دى، بيداري او پوهه ده. انساني کرامت او اخلاق دى. ټولنيزه ژوند دى چې په هغه کې د فساد، بډو اخيستلو، پوچ او بيمعنا سياست لپاره هېڅ ځاى نشته، پلمه او بهانه که په هر نوم وي نه مني. د کوږ بار او مزله خبره نه ده. د وخت، شرا يطو زمانې او د بدلون د معيارونو پېژندګلوي ده . وروري اوبرابري ده چې د کلتور اوفرهنګ سره موازي تړاو لري نه د زور خبره ده او نه د شهرت. خو له بده مرغه ډير داسې خلک شته چې د ملي هويت په معنا ېې سر ېې نه خلاصيږي هغه په دې معنا چې يايي په سياست پورې مربوط ګڼې او يا د اسلامي عقايدو مخالف بولې او د افغانستان د کړکېچ په اوږدو د هر چا له خولې واوريدل شو چې يوه رژيم هم په عملي توګه په ټولنه کې د هغه اهميت، ارزش، او پرمختګ ته څه ونه کړه هرچا نارې سورې وکړي خو موږ په ډاګه ملي هويت تر پښو لاندې کړ او دومره ضربه مو ورکړه چې اوس بيرته په پښو درول ېې ډير ګران کار دى. زه به دلته د ګرانو لوستونکو لپاره بې له هرډول شخصي غرض ، سايست، او نورو ګټو دغه لنډ مثال تاسو ته وړاندې کړم
    د اريا نا تلويژن کې يو پروګرام د ” نخبګان” په نوم هره ورځ يو سړي چې ارپايي خط کشي ږيره لري او په اروپاېي بڼه کې د ځينو کسانو عکسونه سر دغه اعلان کوي : نخبګان هر جمعه شبها معرف شخصيت هاى سياسي،فرهنګي، اقتصادي وملي بيا په عکسونو کې دبن د معاهدې موسس او نازو يونس قانوني چې پر فضاى نفس سياسي که مرا مجبور کرد باندې ګړيږي. ورپسې سيد مخدوم رهين چې اظلاعاتو او کلتور پخاوني پرو ايراني واي امو پارلمانېکه مرا رد کر امو پارلمان مرا پس قبول کرد يا سليمان لايق چې د روسانو دريم وفادار غړي بلل کيده او يا عبدالله عبدالله چې دکابل نيم ښاريان ېې ووژل ډير داسې نور هم شته………چې تاسې تول ېې پېژنې. چپي او راستي خبره نه ده تاسې ښه قضاوت وکړي تاريخ په داسې خلکو شرميږي مخکې له دې چې د تلويژن په سطحه ېې موږ خلکو ته ور وپېژنو او يا يي د ملي هويت ميرث خواره ياد کړو.نورې سياسي، اقتصادي او فرهنګي خو ددې بد ماشانو لاپرځاى پريږدي.ولسه بيدار اوسي د خلکو تبليغ ته په دې نوم اوهغه نوم مه تيروزى ددې ليکوال ډير عالي ټکي په کلکه پاملرنه ولولي او سوچ وکړي چې نړيوال په تيره بيا ابن خلدون څومره ښې خبري کړي هېڅ وخت ملي هويت له خپلو ايماني عقايدوسره په جګړه مه اچوي چې خلک او په تيره بيا بع مسلکه خلک له هغه نه ګټه اخلي
    په احترام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *