باران نری نری اوري . ددالان يوه برخه چې سر يې خلاص اولا پټه نه ده . لنده بريښي . باران په مخامخ بلۍ هم لگيږي . کله نا کله چې دنري باد څپه را غبرگه شي دباران څاڅکي سر پټي دالان ته هم راننباسي . دکټ پښې ته يوه چرگه له پښې تړلي ده . وزرې يې نوري هم ځمکي ته کښته کړي دي . ټوغه ناسته ده . له دواړو ډډو يې دکوچنيو چرگوړو ا واز اوسنگارې اوريدل کيږي .يو نيم چرگوړی دچرگې له وزرو سر را بهر کړي شاوخوا وگوري بيرته سر وردننه کړي . چرگه په خپل مخ کې په پرتو اوشيندلو دانو خوله کښته کړي يوه ترې را پورته کړي بيا مرۍ پورته ونيسي له ستوني ېی تيره کړي . بيا هم چرگوړي وسنگيږي . دباران څاڅکي دبهر دسر خلاصي منډو يا دالان نه رادننه شي . کله هم په عمودي توگه په ځمکه ولگيږي , نری شمال کله هم څاڅکي کاږه کړي . اوپه دالان يې وردننه کړي .
ميرمن ددالان په بر سر کې دنغري څنگ ته ناسته ده . د خشاکو اوتپياکو اور يې په نغری کې بل کړی دی . تور چايجوش يې پرې له پاسه ايښی دی . کله هم يو لرگی را پورته کړي . مخ له نغري ليرې ونيسي لرگي دنورو لرگو له پاسه کيږدي چې داور لمبه زياته شي . خپلي ماشومې لور ته غږ وکړي سکيني څه شوې ؟ چيرته يې ؟ هغه له دروازې را دننه شي .
را زه کورته ماښام شو تورتم لگيږي .
ماښام دورځې په رڼا ورو ورو خپلې وزرې پلنوي ۔ رڼا دخواو شاه ٬له مخ اوشاه له بر اوکښته وروورو ورکيږي ۔ نری شما ل دباران له څاڅکو سره لاس لگوي ۔خو ماشومه غږ کوي ۔
_ دروزاه پورې کړم؟
نه مه يې پورې کوه . دا ځکه چې په دې وخت کې ارواحگاني دروازو ته راځي ارواحگانې دروازو ته ولاړې وي چې کله دوعا وشي نو بيا بيرته ستنيږي .
نجلۍ حيرانيږي !دارواحگانو بيلابيل تصويرونه يې ذهن ته راځي ٬ تور سپين ٬ ښکلی اوبدرنگ اوداسې نور رناگارنگ شيان ۔خو پوښتنه کوي .
نو دادچا ارواح گاني دي ؟.
– دا خو دمړو شويو کسانو ارواحگاني وي ٬هغوۍ چې اوس ژوندي نه دي ۔هغوۍ چې مړه شوې دي ۔ بلې دونيا ته تللي وي ۔ اوس دځمکې پر سر نشته خو ارواحگانې يې لا شته ۔, هغوۍ هر ماښام خپلو کورونو ته ورځي . اوبيرته بيا ترې ستنيږي .
ماشومه بيا دلږ درنگ له پاره په تصور کې راځي ارواحگاني لکه وريځې ٬لکه د لمر رڼا ٬لکه داور لمبه اويا لکه دشنه ځنگله توربخنې گڼې ونې چې دنگې ولاړې وي باد يې هم نه رپوي ۔ خو بيا هم ماشومه پوښتي :
نو موري رښتيا ! هغوۍ موږ ويني . ؟
– هو هغوۍ موږ ويني موږ ته گوري خو موږ يې نه شو ليدلای .
بيا يې ذهن يو منتظر سړي ته پاتي کيږي ۔ يو څوک چې دچا انتظار کوي ۔ يو څوک چې په لويه لار کې چاته ولاړ وي ۔ يو څوک چې لکه په روژه کې دملا ا ذان ته تم وي ۔ خو ډول ډول تصويرونه اوخيالونه يې په ذهن کې دسيلاب په څير دانگي ۔ بيا يې تلوسه جوتيږي :
-نو څنگه مورې هغوۍ ژوندې دي موږ ويني اوموږ يې نه شو ليدلای . ؟
مور دنغري داورله لمبې مخ اړوي ۔ وايي : هو خلک وايي چې ارواحگانې نه مري ۔ هغوۍ ژوندۍ وي ۔هغوۍ له موږ سره اوزموږ په شاوخوا کې گرځي ۔ بيا داور سوی را اخلي دبل لرگي له پاسه يې ږدي ۔ نور خځلي را ټولوي اوخپلې خبرې ته دوام ورکوي ۔
هو ! وايي چې انسان مړ شي ارواح يې له تنه جلا کيږي ۔ روح ترې الوځي جسد پاتي کيږي ۔ جسدونه يې دخارو لاندي کيږي . بلي دونيا ته ځي . خو روح يې په دې دونيا کې حاضر وي. روح يې نه مري . روح ترې جلا کيږي , اوچې روح يې جلا شي نو اسمانونو ته هم خيژي . دبختورو اوايماندارو کسانو دبيوزلو اوبي گناه کسانو ارواحگاني تل په خپلو کورونو اوخپلو ځمکو گرځي په خپلو قبرونو اوکورونو پام کوي . په خپل مال او اولادنظر ساتي . اوبيا هر ماښام دخپلوکورونو دروازو ته ورځي . هلته دريږي . نو کله چې دکور ژوندي کسان دوعا وکړي نو هغوۍ ډېر خوشاله شي . بيرته ستنې شي اوخپلو مکانونو ته ولاړې شي .
نجلۍ دمور دخبرو په اوريدو سره حيرانيږي ۔ دلاس مړوند اودمخ غومبوري يې زيږه کيږي ۔ فکر کوي چې دسر ويښته يې هم نيغ ولاړ دي ۔ وايي:
– اوکه څوک دوعا ونه کړي نو بيا ؟
موريې ځواب ورکوي: ټول خلک دوعا کوي ۔ خلک خپلو مړو ته دوعا کوي ۔ څوک خپل مړي نه هيروي ۔
که څوک دوعا ونه کړي دهغوۍ مړي خپه کيږي . نااميده کيږي وايي گوره چې ژونديو کسانو موږ له ياده ويستي يو. هغوۍ زموږ په باب فکر نه کوي . موږ يې هير کړي يو . دمور ستونی پړسيږ ي خو پر ځان زور اچوي چې خپگان يې ښکار نه شي ۔ په داسې حال کې چې يو انځور يې تر سترگو کيږي په ماشومې لاس راکاږي ۔ هغې ته ناز ورکوي ۔ماشومه وايي :
-ښه نو زه اوس پوهه شوم . نو زما دلالا روح هر ماښام راځي اوموږ ويني . اوموږ به گوري . چې داسې ده نو ماته هر ماښام ښايسته کالي اغونده چې هغه مې وويني .
مور خپل ستوی صافوي ۔ په خپل زغم اوټيکاو حاکمه کيږي ۔ ځواب ورکوي ۔
-هو ارومرو چې راځي هغه موږ ويني موږ يې نه شو ليدلي . البته کله نا کله يې زه هم وينم چې راته مخکې ولاړ وي . جگه اودنگه ونه يې وي . نرې بريت يې په مخ وي . له خندا يې واښکې کوږ وي . ښکلي کاکل اوخلاصی تڼې ولاړ وي . را ته خاندي . راته وايي نن دې بيا څه پاخه کړي دي ؟. زه ورته هو وايم !
هغه وايې خير نو لږ شان راته په کاسه کې واچوه چې وږی يم .ماشومه خپلې کوچنې سترگې دمور په اننگو مښلوي خو په ذهن کې يې دانځورونو اوخيالونه يوه دونيا را پورته کيږي ۔ ذهن يې داسې خوړ گرځي چې تور سيلاب په کې روان وي ۔ کله دارواحو اوکله هم دخپل زلمي پلار ياد ورته مخې ته دريږي ۔ لکه يو څوک چې يې په غيږ کې نيسي ۔ دواړه خوا و ته يې مچوي ۔ اوښکې يې پاکوي ۔ دکميسه لمن يې را اړوي پزه يې ورته پاکوي اوپر سر يې لاس را کاږي ۔
خو مور يې خپلو خبرو ته دوام ورکوي وايي :هو !زه همدا کار کوم . هغه ولاړ وي زه کاسه رااخلم . څمڅۍ هم په لاس کې اخلم دديگ سر پورته کوم اويو څه سبزي ورته په کاسه کې اچوم . بيا يې کښيناستو ته رابولم . په مخکې مې کښيني . داوبو غوښتنه کوي اوبه هم ورکوم . له مړۍ وروسته پاڅيږي وايي زه به اوس لاړ شم .
په دروازه باندې په وتلو کې داوږده قد له پاسه خپل سر را کږوي . چې ددروازې په پاسنۍ دړه ونه لگيږي . له کوره ووځي . بيا دوه قدمه وروسته بيرته راستنيږي .راته خاندي را ته وايي دوعا راته کوه . اوږود سفر په مخ کې لرم . زه لاسونه پورته نيسم دوعا ورته کوم اوهغه هماغسې له کوره بهر کيږي .
ماشومه دکميسه لمن پخپله را اړوي . پزې ته يې نيسي خپله پزه پاکوي اوبيا پوښتنه کوي .
– ښه نو چې داسې ده ته زما لالا هر وخت ويني . نو بيا ورته ووايه چې له ما سره هم خبر وکړي .مور هڅه کوي دماشومي خيال په دلا سا کې وساتي ۔ورته وايي :
– ارومرو زه به ورته ووايم چې تاسره هم خبري وکړي . خو ته ورته دوعا کوه
– زه خو ورته دشپې هم چې ويده کيږم .هغه نه وي چې ما په غيږ کې ونيسي خو زه ورته دوعا کوم . هر وخت وايم چې خدای دې وبخښي .
– -هغه هسی ام خدای بخښلی دی . ډېر مظلوم وو . بيگناه وو
– -خو دا وار چې راغي اوبيا تاته ودريد ورته ووايه چې ما هم وويني . زه ترې څه شي نه غواړم ورته به نه ويم چې ماته جاولي اوپوکاني راړي اويا راته چاکليت واخلي . زه يې فقط وينم ورپسې خفه شوی يم .
دماشومي سترگي له اوښکو ډکيږي . بيا دکميسه لمن را اړوي اوخپله پزه پاکوي . خو مور يې وايي :
– ته مه ژاړه ارو مرو ورته وايم چې تا وويني .ژاړه مه ته خو ډېره ښه نجلۍ يې . هغه هر وخت ماته وايي چې زما په لور پام کوه . ښوونځي کې شامله کړه ۔کتابونه ورته واخله ۔ کتابونه ورته واخله . قلمونه ورته واخله .. . ..
– ماشومه هم غواړي له حالته تيښته وکي ۔بيا خوله پوښتنې ته جوړوي ۔ وايي :
– اورښتيا هغه کورونو کې چې څوک نه شته اوشړ پراته د ي هلته هم دهغو خاوندانو ارواح ورځي . ؟
– هو هلته هم ورځي . که کورونه وران وي .ياکه کورونه وران شوي وي اوڅوک په کې نه وي ۔ارواح گاني څو شيبي په کنډرو کې دريږي . چي څوک نه وي بيرته ترې ځي . ستنيږي اوبيا پناه کيږي .
– نو دفهيم دوې کورته هم ورځي دهغه پلار هم نشته .
– هو هلته هم دهغه دپلار ارواح ورځي خو دفهيم دې کور خو اوس شړ دی اوهغوۍ له دې ځايه تللي دي .
– يعني چې څوک نه وي چې دوعا ورته وکي .؟
– هو چې څوک ونه ويني نو خپه شي اوبيرته ستني شي ۔
– هو تا خو خپل کلی نه دی ليدلي خو کيدای شي ځينې کسان په کې پاتي وي . دجنگ په کلونو کې ټول ووتل .کلي ويجاړ شو. ډير خلک ووژل شول اوژوندې په خپله مخه ولاړل .زه هغه مهال نجلۍ وم . پلار دې هم تنکی زلمی وو . ته لا نه وې پيدا شوې چې دا پيښې وشوي . دخلکو کورونه شړ شول . کروندې وچې شوي . سپي اوځناور پيدا شول .
– نو ارواح گاني به څومره خپه وي . ؟
– ارومرو چې خپه به وي .
– زما لالا چا ومړ ؟چې اوس نه راځي ؟
– هغه چا مړ نه کړ . دمزدورۍ پسی ليري ملک ته تللو ۔په بيړۍ کې ډېر کسان ورسره ول . په لاره کې له يوه سمندر نه تيريدل چې بيړۍ يې چپه شوه اوپه سمندر کې ډوب شو . بيا يو سړې راغي اوماته يې دا احوال وويلو . مور اونجلۍ دواړه دسمندر په باب په خپلو خيالونو کې ډوبيږي ۔ داوبو تل ته ورتلل ،ډوبېدل ۔ هلته چې لوې نهنگونه دي ۔ هرڅه له ستوني تيروي ۔ نجلۍ ريږدي وايي :
– نو بيا يې مړۍ پيدا نه شو ؟
– نه !پيدا نه شو ل. دنورو کسانو مړي هم پيدا نه شول . مور يې نوره چوپ کيږي ۔په خيال کې ځي (( اوبو کې ډوبيدل نس ته داوبو په تيريدو سره دساه وتل ،د ماهيانو خوراک کيدل ۔ډير ژوندې ترې تم شول ۔قبرونه يې هم مالوم نه شول ۔)) خو ماشومه په ځير ځير دمور مخ ته گوري ۔ دنيم زالي کونډې پر مخ دنه دريدونکو اوښکو نيز را ماتيږي ۔ ژر په خپل پوړني سترگې پاکوي دماشومې په ځواب کې چې ورته وايي ۔
– نو هغه ولې تللو ؟
– خو موږ ډوډۍ نه درلوده . اوبله دا چې تاته يې کالي راوړل دلوبو سامان يې درته راووړ .
– ما خو کالي نه غوښتل . دلوبو سامان مې هم نه غوښتلو اوډوډی هم .تا ولې پريښودولو چې ولاړ شي؟
– خو نور کسان تلل اوډير کسا هم دا کار کوي دلته زموږ په کليو کې خو هيڅ نشته , نو هغه هم ولاړ- اوبله دا چې دقسمت خبري دي .
– ددالان څې فضا هم توريږي ۔ شپه ددهليز منځ ته لکه توره بلا را ننووځي ۔سترگې تور خوري ۔ چرگه هماغسې په خپلو بچو ناسته ده۔ برگه پيشو له مخامخ کوټې را بهر کيږي يوازې ديو مياو اواز باسې ۔ ورو دماشومې څنگ ته را نږدې کيږي ۔ سترگې يې دتورتم په زړه کې لار کوي ۔ خو ماشومه دقسمت په مانا نه پوهيږي ۔ ؟مو ر يې وايي :
– دقسمت خبري دي ؟ هغه څه دي ؟
– وايي چې خدای پاک دهر چا برخه له اوله مالومه کړي وي .
– خو زموږ برخه به يې ښه کړې واي کنه؟
– دا خو زموږ په وس کې نه ده۔
– خو چې تا بيا زما لالا وليده اوزه ويده ووم ما راويښه کړه ۔چې زه يې دغړۍ نه لاسونه تاو کړم . اومخ يې مچې کړم .
– داگست ۲۷ کال ۲۰۱۴ لندن
– حسينيه مرکز
– کرگر