موږ دوې غټي ستونزي لرو: یوه دا ده چي موږ هغه څه حقیقي ګڼو، چي د نورو خلکو له خوا راته ویل شوي وي او بله ستونزه دا ده چي موږ ته خپل ځان سم ښکاري او ځان په یوه محدوده پوهه کي ساتو. یو وخت په لرغوني یونان کي سقراط ته د هوښیار سړي لقب ورکړل شو. سقراط دې لقب ناارامه کړ او ځان ورته دومره ارزښتمن ښکاره نه شو. له ځانه سره یې فیصله وکړه، چي د اتن ښار ته به ځي، او هلته به له هوښیارو خلکو سره بحثونه کوي، ترڅو د ورکړل شوي لقب وزن مالوم کړي. ده په اتن ښار کي له سیاسیونو، شاعرانو او فیلسوفانو سره بحثونه وکړل. د بحثونو په نتیجه کي ده ته هغه ورکړل شوی لقب حقیقي ښکاره شو، ځکه ده چي له چا سره بحثونه کړي وو، هغو خپل نظر نه درلود او هغه څه یې ویل، چي دوی ته نورو ورښودلي وو. له دې پېښي وروسته يې په خپل ذهن کي دا جمله ثبت کړه: ” زه په دې پوه شوم، چي زه نه پوهېږم”. دې جملې د ده د ذهن کاسه نورو تجربو او مشاهدو ته خالي پرېښوده.
د ” The Art Of War” کتاب تقریبأ دوه نیم زره کاله مخکي په چین کي د ” سن ټېزو” لخوا لیکل شوی دی، د کتاب په یوه برخه کي لیکوال وايي: ” مقابل طرف و پېژنه، خپل ځان و پېژنه، نو په بریا کي به له کوم خنډ سره مخامخ نه شې؛ د جنګ مېدان و پېژنه، او د جګړې له پاره طبیعي حالت و پېژنه، نو بریا بلکل ستا ده”. په جګړه کي یوازي ساحه ضرور نه ده، چي ته په پوهېږې، بلکې د دښمن د فوځ مورال، جنرالان، سیاسي مشران، چي د فوځ احساسات دوی په حرکت راولي، او هغه لګښت چي په دې فوځ باندي کیږي هم ضروري دي. درې ډوله جنرالان دي: یو هغه ساده جنرالان دي، چي د جګړې مېدان ته اهمیت ورکوي، دوهم هغه تکړه جنرالان دي، چي د جګړې په اړه مالومات ترلاسه کوي، دا مالومات یې یا د راپورونو په اساس وي او یا د بحثونو، په درېیمه کټګوري کي بیا هغه ستر جنرالان راځي، چي هره پېښه په خپلو سترګو ویني، چي په دې جنرالانو کي د نړۍ مشهور امپراتور ناپلیون بوناپارت راځي.
د دې له پاره چي په واقعیت کي د خیال پر ځای حقیقت ومومو نو لازمه ده، چي د پېښي اصلي ريښه مالومه کړو. مېلکم اېکس افریقايي امریکايي وو، دی یو ریالېسټ او د تورپوستو لیډر وو، په خپل ژوند لیک کي وايي: ” دغه هیواد د بربادۍ خواته روان دی، او که چیري د ستونزو اصلي ریښه پیدا نکړي، نو ستونزه به لا پسي اوږدېږي”. د مېلکم دغه مېتود، چي د ستونزي ریښه ومومئ، اوس هم سم کار کوي. او د دې مېتود په واسطه به تر هغو پوري په حقیقت پسي ګرځو، ترڅو چي مو ریښه نه وي موندلې، که ریښه پیدا نه شي، حقیقت ته خو به ور نږدې شوي یو
دریم کال/ پرلپسې ۱۲۴مه ګڼه.