سږ کال له تېرو کلونو په خلاف جوپې جوپې ځوانان له هېواده ووتل، سختۍ، ستونزې او نور ډېر څه یې وزغمل. څه یې خپلو موخو ته ورسېدل او ان ځینې په لاره د کبانو خوراک شول، اوبو غرق کړل او د ګڼو نورو ډول ‌ډول افتونو ځوانۍ وخوړې.

زړه مو ورته ډېر بد دی. او په دې خبرو خو نور ستړي شوو چې وطن چاته پرېږدو، خېر دی مه ځه، ته پاتې شه وطن به جوړ شي، ته لاس په کار شه، وطن به ګل ګلزار شي او ګڼ نورو سیاسیونو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو، خو سختې سیاسي چنې ووهلې. سیاسونو ته خو د وطن احساس د تمثیل  سټیج په لاس ورغلی و.

هریو رامخکې شو او لا لګیا دي غږ به کړي چې مه ځه!

خارج کې ځوړندې ډوډۍ نه شته. د هېواد لومړیو سړیانو هم ناندرې او سورې ووهلې چې پام خارج ته لاړ نه شې، دا وکړه او دا مه کوه، سولې راتلونکې ده، وطن مه پرېږدئ!

په مدني فعالانو هم سترګې پټې دي، غږ به کړي ځوانانو ناځواني ده چې مخ په اروپا او نور هېوادونو ځئ، خو هېچا یوه شېبه دېته بېله نه کړه چې فکرمند شي دا ځوانان ولې ځي؟ څه دي چې ځوانان یې په مخه کړي؟ ایا ټول بانډو مستان دي؟

موږ به خپله هم همدا خبره کړې وي چې هلکه له ولږې، خو نه مرې. مه کوه داسې، خو دا خبره څومره پر ځای ده چې موړ د وږي د حاله څه خبر دی.

موږ څه خبر چې ایا د هغې د مور او پلار لورېږي چې بچی دی دومره سختیو ته ورکړي؟ له سترګو یې پناه شي؟ د ژوند او مرګ په اړه یې دوه زړه شي؟

خو اصل کې خبره داده چې ډېر څه شته چې له هېواده یې ځو انانو ته د تېښتې لاره برابره کړې.

موږ هسې په خیالي قضاوت سر یو. بیا بېرته خپله خبره اخلم موږ هم ملامته نه یو چې ورسره مخ نه شې څه به یې درک کړې.

ځینې وخت د بۍ احساسۍ خبره هم کېږي، خو باید پوه شو چې خبره داسې نه ده. هغوی هلته موږ د وطن، جوړې او سمونې احساس را ژوندی کړی. هغوی چې وطن یاد کړي وژاړي موږ ته یې پېغام دا شو چې وطن په ډېر څه ارزي، خو څه دي او شته چې دا یې ترې بېل کړی دی. د ملي ورځو نمانځنه، درې رنګه ټوټو جامې او نور ډېر څه د دې ښودنه کوي چې هغوی زموږ احساس راژوندی کوي او د وطن د احساس مراندې مو غښتلې کوي.

که موږ د هریوه تللي ځوان د هېواده د وتلو د کیسې له اصل او ژورو خبر شو، ایله به وپوهېږو دا ځوانان نه دي ملامته او د ګوتو په شمېر چې له مستۍ تللي، ټول پرې ملامتېدای نه شي.

چې کلونه ـ کلونه بې کاره وګرځېدې بیا به دې احساس معلوم شي، چې له امنیتي کمربندونو او مزو چرچو دې لږ دېخوا سر راښکاره کړ بیا به دې زور معلوم شي او چې د ظلم  زرګونه کیسو دې وغږونه وشرنګول او یا ورسره مخامخ شې او یا د بې وسۍ له انتها سره لاس ګریوان شې بیا دې حتماً اعتراف دا وي چې هر څه له مجبوریته کېږي.

نو خیالي قضاوت نه دی پکار، د دې کیسې تر شا د پرتو لاملونو په پوهېدا او د حل په برخه کې حکومتي، ملکي او نورو بنسټونو پر وړاندې دحق چیغه کولی شي دا ژوندي وګړي د مرګ د کومې راوګرځو، د پلار د سترګو تور یې کړو او د وطن په ښې یې وګرځوو.

د ښې کېدا په هیله

One thought on “خیالي قضاوت/ ذبیح الله رحیمزی”
  1. په موجوده تنظیمی فکر او تربیت کوم چه د بن له تړون تر اوسه حاکم دی دملی خدماتو ظرفیت نلری او بی له انحصار او غصب نه د ملت پالنی تصور هم ونه لیدل شو دانتخاباتو په دوران کی کومی وعدی شوی وی هغه هم په ځای نشوی دشخصی روابطو او تنظیمی انحصار په نا مشروع حدودو کی هر څه خلاصه کیږی او یو کس چه په خپله شل کلنه سابقه کی د خدمت ،ایمانداری او صداقت تجربه نلری بیا هم د تنظیمی ملکانو له خوا پدی ملت تحمیلیږی او دا دملت داړونکی انحصارګر فقط لوی سهم غواړی ،ملی خدمات او د نورو حقوق ورته هیڅ مفهوم نلری ځکه تنظیمی تربیت قاموس کی دا نشته چه نور هم حق لری او د تنظیمی کرسی د خصوصیاتو او حکومتی ملی مسؤلیت تر مینځ فرق نشی کولی او عادت یی پر انحصار او غصب جوړ شوی او د ملی خدمت تعریف ورسره نشته او فعلا دا حاکم مصیبت، شدید مراقبت او سالم تربیت ته ضرورت لری او بلی خوا ته په خپل هیواد کی مسافر حکام هم کارآمد ثابت نشول او ددی همت چه په ایمانداری کار او د فساد مقابله وکړی نلری نو سالم تربیت او د خدمت سابقه تر ټولو اهم او کار آمد عناصر دی چه د ملی خدماتو ظرفیت لری او اداری ته تر ټولو وړ خلک بلل کیږی چه ځان د افغانستان د هرفرد په وړاندی مسؤل وګڼی او حاکمیت او اداره د انحصار له سرطان نه وژغوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *