تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو د ۵ نورو پېښو په رامنځته کېدو دغه سیمه کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۸۸ ته ورسېد.
په نویو پېښو کې یې یوه په بنو ولسوالۍ، دوه یې په ټانک سیمه کې، ډیره اسماعیل خان کې هم ۲ پېښې شوې دي.
راپورونه وايي، په ټانک کې د ۳۰ میاشتو یوه ماشومه او د ۵ میاشتو یو ماشوم پولیو وهلی دی، خو په ډیره اسماعیل خان کې د ۲۴ میاشتو نجلۍ، په بنو کې د ۲۶ میاشتو ماشوم او په مهمندو کې د ۶ میاشتو یو ماشوم پولیو له پښو غورځولی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د نورو ایالاتونو په پرتله د پولیو پېښې زیاتې دي چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان پرې اندېښنه هم ښودلې او ټینګار یې کړی و چې په دغه ایالت کې به د پولیو ختمول ورته لومړیتوب ولري.