تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: خیبر پښتونخوا کې د پولیو ۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.

 د خیبر پښتونخوا د عاجلو پېښو څانګه وايي، لومړۍ پېښه لکي مروت کې شوې چې یوه دوه نیم کلنه ماشومه ګوزڼ وهلې ده، دویمه پېښه په تورغر سیمه کې شوې چې له کبله یې یو دوه کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

مسوولان وايي، دا پېښې له دې کبله شوې دي چې د  دغو ماشومانو پلرونو دوی ته واکسین نه ورکول.

دا په سږني روان مېلادي کال کې د خیبر پښتونخوا په خاوره د پولیو ۴۸مه ثب شوې پېښه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *