تاند: خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۵ پېښې شوې دي.
راپورونه وايي، په دغو ۵ پېښو کې ۳ پېښې بنو ولسوالۍ او ۲ نورې پېښې تورغر ولسوالۍ کې شوې دي.
په دې سره سږ کال خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو د پېښو شمېر ۳۱ ته ورسېد.
دا په خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د پولیو یا ګوزڼ د پنځو پېښو دویم وار دی ثبت کېږي.
خیبر پښتونخوا ایالت او د افغانستان د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتې سیمې دا مهال د پولیو د سخت ګواښ لاندې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغو سیمو کې د خلکو تګ راتګ او د ستونزو له امله د پولیسو واکسینو د کمپاینونو نه تطبیق د دې لامل شوی چې افغانستان او خیبر پښتونخوا ایالت لا هم د پولیو تر ګواښ لاندې پاتې شي.