د چنګاښ میاشتې په ۱۳ مه د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې لس مختلفې د بیارغونې پروژې پشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوې.
د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا بیارغونې ریس انجینر نجیب الله جاهد وایی چې د ددغه ولایت د ملي پیوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نیږدې اوه میلیونه افغانیو په لګښت لس پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
جاهد زیاته کړه چې په یادو پروژو کې استنادي دیوالونه، ودانۍ، د پاکو اوبو څاګان او د سړکونه جوړول شامل دي. ده وویل چې دغه پروژې د خلکو په خوښه او د خلکو له لوري په خپلو سیمو کې جوړ شوي چې له امله به يې سلګونه کورنۍ له ګټو پرخمنې شي.
د پکتیکا ولایت رسنییز دفتر