هغه مهال د خوست والي و. ځانمرګی برید ورباندې شوی و. شیبه وروسته مې ورته زنګ وواهه. ما ویل: خیریت دی؟ د هغه ستونی ډک و، په بند غږ یې راته وویل: خیریت چیره دی؟ ګل غوندې ملګري مې سوزي او زه ورته ګورم.
ارسلا جمال یادوم، د خوست پخوانی والي او د لوګر اوسنی والي چې لا یې کال هم نه و پوره شوی، لا د دغه ولایت د پخواني والي (عبدالله وردګ) وژنه له خلکو هیره نه وه چې دی هم ورسره یو ځای شو.
مرګ حق دی او خلاصی ترې نشته، نه ترې قاتل خلاصیږي، نه د قتلونو طراحان او نه ترې عام وګړي. خو ځینې مرګونه ډیر دردوونکي او هیښوونکي وي. ډول ډول پوښتنې ذهن کې زیږوي. د ده مرګ هم همداسې و.
جمال یې د خدای ج په کور(جومات) کې وژلی. هغه د دې لپاره محراب ته راغلی و چې خپلو خلکو ته د لوی اختر مبارکي ورکړي، هغوی ته د ارام ژوند غوښتنه وکړي، وطن کې د سولې او ټیکاو لپاره دعا وکړي، خو دا دعا یې په خوله کې وچه شوه، نیمګړې پاتې شوه.
شاید ځینې ډلې او خلک د دغه شان دعاوو اوریدو ته هم نه وي تیار. دوی نه غواړي چې خپل خلک ارام وویني، دوی نه غواړي چې خپل خلک حتی د اختر خوشحالۍ ولما نځي او دوی نه غواړي چې خلک حتی د لوی خدای ج په کور (جومات) کې هم د ارام او سکون ساه واخلي.
ښه دا نو څوک دي؟ ولې داسې کوي؟ ولې د جوماتونو تقدس هم نه ساتي؟ ولې د خدای ج په کور کې هم ویره او ډار خوروي؟ ولې د سجدې لګولو ځایونه هم په وینو لړي او ولې…؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ارسلا جمال، سره مې یو وخت مرکه درلوده، هغه مهال د خوست والي و دا داسې وخت و چې د شمالي وزیرستان طالبانو له خپل حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی و. جمال ویل چې دا سوله د دې لپاره شوې چې افغانستان کې جګړه زور واخلي، افغانستان کې د جګړې لمبې لا پسې ژبغړاندې شي او دا د دې لپاره شوې چې د افغانستان د خلکو د وژلو لپاره وژونکي ښه وزګار شي.
رښتیا هم همداسې وشول، د وزیرستان سولې افغانستان په ځانګړې توګه سویلي سیمو ته پوره نارامي راوسته.
جمال، ځینې خبرې له مرکې وروسته ـ کله چې کیمره ګل شوه ـ هم وکړې، هغه ویل: د دې وطن چې هر څوک وژل کیږي، ولو که زما د سر قاتل هم وي، پرې خپه کیږم. خپه دې ته یم چې ولې دغه کسان د وطن د ابادۍ او د خلکو د خدمت لپاره نه پکاریږي چې زموږ وژنو ته راوتلي دي؟
نن سهار په قربانۍ کې بوخت وم. چاړه مې لاس کې وه او شاوخوا رانه ډنډ وینې ولاړې وې، له ځانه وویریدم. موبایل وکړنګید، په وینو ککړ لاس مې جیب ته ښکته کړ، موبایل مې اوکې کړ او سمدلاسه مې د خبرو تار ونیوه:
سلامونه، لوی اختر دې مبارک! تر اوسه ورځ ښه تیره شوې، خیریت دی؟
شین سهار و، وروستۍ پوښتنه راته بې ضروریته ښکاره شوه، ځان سره مې ویل: لوی اختر دی، د طاعات، عبادات او قربانیو ورځ ده، په دې ورځ به ـ هغه هم چې ایله څو ساعتونه یې تیر شوي ـ حتما خیریت وي. لا همدې چورت کې وم چې د لومړۍ پوښتنې ځواب مې واورید:
خیریت چیره دی؟ نږدې و، موبایل مې له لاسه ورغورځیږي، ذهن مې څو کاله وروسته لاړ، هغه مهال را یاد شو چې ارسلا جمال ته مې ویلي و، خیریت دی؟ او د هغه ځواب ویرولی وم، هغه ویلي و:
خیریت چیره دی؟ ګل غوندې ملګري مې سوزي او زه ورته ګورم. ورخطا شوم، ژر مې بله پوښتنه وکړه: څه شوي؟
له مقابل لوري ځواب راغی:
د لوګر والي یې وژلی، ارسلا جمال یې وژلی، د خدای په کور کې یې وژلی او ولس ته د اختر د مبارکۍ په مهال یې وژلی.
د بلې پوښتنې وس مې نه درلود. ذبح شوي مال ته مې کتلې، شاوخوا وینو ته مې کتلې، ما ویل: که ما هم قتل کړی، نږدې و چاړه مې له لاسه ولویږي. بس همدا جملې مې ذهن کې تاویدې را تاویدې. دا جملې څو کاله وړاندې د جمال له خولې را وتلې وې او نن سهار مې د یوه بل ملګري له خولې را ووتلې. جمال د بل چا په اړه ویلې وې او ملګري مې د جمال په اړه وویلې او هغه جملې دا وې:
خیریت چیره دی؟ ګل غوندې ملګري مې سوزي او زه ورته ګورم. دوهمه جمله مې د ملګري وه: خیریت چیره دی؟ ارسلا جمال یې وژلی، د خدای ج په کور کې یې وژلی او… شاید دا جملې همداسې کلونه کلونه زموږ پر ژبو شنې پاتې شي. کله یې موږ د نورو په اړه ووایو او کله یې نور زموږ په اړه. زموږ د وطن او زموږ د خلکو لپاره خیریت چیره دی؟ ووایئ! خیریت چیره دی؟ دا خیریت به کله راځي؟
محمد نعمان دوست، جلال اباد د لوی اختر لومړۍ ورځ ګرداب ورځپاڼه