محاکمه، چوپتېا او که غټ غټ القاب
… شوروېان له هېواد څخه وتلي وو او ډاکتر نجیب هم استعفا کړې وه ، نور نو د جنګ او جګړو لپاره هیڅ دلیل او منطق نه و پاتې . دا ډېره ممکنه وه چې د تنظیمونو مشران خپلو کې کښېني ، ېو موقت حکومت جوړ کړي او د راتلونکې لپاره ېوه ساده ستراتیژي جوړه کړي . نور نو لازمه نه وه چې تر دې وروسته د چا پوزه هم ویني شي ، ځکه چې د دوي ( غټ ارمان ! ) ېانې د شوروېانو وتل او د نجیب د حکومت سقوط دواړه لاس ته ورغلي وو . خو دا په هغه صورت کې کېدل چې دا تنظیمونه خپلواک او صادق وی ، په هیواد او ولس یې زړه درد کولی . په خواشینۍ سره لکه وخت چې ثابته کړه دا هیڅ هم په دوي کې نه وو او که کوم وخت وو هم نو دا ټولې ځانګړتېاوې د دوي څخه په اسلام اباد او تهران … کې اخیستل شوې وې .
د ټولو تنظیمنونو مشرانو لپاره یو هدف تر ټولو مهم و او دا هدف باېد په هر قیمت چې وی د دوي لاس ته ورغلی وی او هغه هم په یوازې سر په ارګ باندې خېټه اچول وو .
د قدرت او واک پر سر د تنظیمنونو د جګړو او وحشت د کیسو څخه هم کتابونه او هم زموږ د خلکو ( خصوصا کابلېانو ) حافظې ډکې دي چې تکرار یې لازم نه بولم او په یو څو جملو کې یې عمومي محاسبه داسې کېدای شي :
د واک پر سر د دغو جګړو نتیجه کې
– د افغان حکومت او دولت ټول نظامي او ملکي جوړښتونه او وساېل له مېنځه لاړل ،
– ېوازې او ېوازې په کابل کې شپېته زره افغانان د تر ټولو په وحشېانه ډول ووژل شول ،
– ډېر شمېر افغانان معیوب ، بې کوره او بې عزته شول،
– د وحشت داسې تجربې وشوې چې سل کاله وروسته به هم د هغو په اورېدلو د انسانانو اندامونه لړزېږي،
– په افغانانو کې د سلګونو کلونو ورورګلویز ژوند هم د دغو مغرضو تنظیمونو د خواهشاتو قرباني شو ، ځکه چې دوي باېد د خپلو ناروا او ناحقه جګړې د دوام لپاره خپلو لښکرو ته یوه ( انګیزه ) ورکړی وی …
– ……..
د پورته یادو شوو فاجعو تر ټولو ستر عاملین د رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند او د همدې حزب یوه بله څانګه شورای نظار چې قوماندان یی احمدشاه مسعود و ، د حکمتېار اسلامي ګوند ، د سیاف اتحاد ، د مزاري وحدت او د دوستم جنبش وو . د کورنېو جګړو په مهال د دغو ګوندونو وحشتونه یو هم تر بل کم نه دي او په پورته ېادو شوو فجایعو کې هیڅ یو ته هم برأت نشي ورکول کېدی .
د یادو شوو تنظیمونو همدا د وحشی تګلارې د دې لامل شوې چې ډېر ژر د ولس یوه غټه برخه ورڅخه بېزاره شي او همدا بېزاري په خپل وار د طالبانو د چټکو پرمختګونو لامل شوه …
د ناټو په ملاتړ د نوي نظام راتګ د افغانانو هیلې ېو ځل بېا راژوندۍ کړې چې ېو علت یې د اوږدې مودې فقر څخه وروسته د بسېا ژوند او بله یې د جنګي جنایتکارانو د محاکمې هیله وه . بشري حقوق او جنګي جنایات هغه شعارونه وو چې امریکایانو او اروپایانو ټول عمر زمزمه کول او افغانانو ته یې دا هیله ورکړې وه چې د دوي هیله به د ناټو په ملاتړ د ښاغلي کرزي په واک کې عملي شي …
خو له بده مرغه ښاغلي کرزي د ( مصلحت ) تر شعار لاندې د داسې یو سېاست بنسټ کېښود چې له مخې یې جنګی جنایتکاران نه ېوازې دا چې مجازات نه شول بلکې د ډېرو غټو القابو او او منصبونو خاوندان هم شول . د بېلګې لپاره د کورنېو جګړو د ټولو مطرح پېلونکي ته د ( ملي اتل ) او د هغه تر لاس لاندې ېو جنګي قومندان ته چې د جنګي جنایاتو تر څنګ د خپل عمر تر پاېه په ډېرو اخلاقي او جنايي جنایتونو کې هم ککړ و ، د مارشال منصب ورکړل شو . په راوروسته وخت کې یې بېا د کورنېو جنګونو تر ټولو مهم تنظیمي مشر ته ، د هغه تر مرګ وروسته د ( سولې د شهید ) لقب هم ورډالۍ کړ . تر ټولو جالبه دا وه چې هغو اشخاصو ته هغه القاب ورکړل شول چې هغوي خو د دې لقب هیڅ وړتېا نه لرله او ېا هم د هغوي کړنې سل په سلو کې د دغو لقبونو په مخالف لوري کې وې …
له نوو حالاتو داسې ښکاري چې ښاغلی ډاکټر صاحب غني هم په ځینو اړخونو مثلا ( مصلحت ) کې د کرزي صاحب تګلاره خپله کړې او کوشش کوي چې د هغه ( کرزی ) څخه پاتې شوي ېا هېر شوي مستحقینو ته هم د هغوي ( قانوني حقوق!!! ) ورکړي .
مصلحت ېوه مثبته پدیده ده او کله ناکله د نېک نېت لپاره مصلحتي کړنې ( چې ممکن دټولو خوښې هم نه وي ) ېوه اړتېا ده ، خو دا مصلحتونه باېد په ېوه چوکاټ کې او د زغملو وړ وي او نه دا چې په ېو کرکجن او نوو ستونزو زېږونکي بدرنګه کلتور باندې واوړي . تر ډېرو اوږدو او وطن ورانونکو جګړو وروسته په یوه دسترخوان باندې د ټولو زیدخلو جنګي ډلو راټولول یو مصلحت و خو هغوي ته پرله پسې امتیازات او القاب ورکول ، د هغوي په خېانتونو سترګې پټول او برعکس د هغوي څخه جبري ملاېکې جوړول نه ېوازې دا چې د ټولو انساني ارزښتونو ، اخلاقو او منطق – مخالف کار دی ، دې وطن ته هیڅ ګټه نه راوړي . ممکن د ېوه دوه ورځو لپاره د هغه جبري قهرمان – مریدان خوشاله کړي خو ډېرې نورې ستونزې هم زیږوي . په عدالت باندې دا ډول ملنډې د ولسونو په مېنځ کې د کینې او نفاق تخم کري ( فیسبوک کې یې ښه بېلګې لیدلی شي ) او عېن وخت کې د حکومت او خلکو تر مېنځ هم د نژدیوالي پر ځای واټنونه رامېنځ ته کوي ، چې دا په خپل وار ډیرې سترې ستونزې زېږولی شي …
اېا بهتره به دا نه وه چې د حساسیتونو د نه پارېدلو لپاره د داسې اشخاصو نوم هم وانخیستل شي ؟
دا واقعیت دی چې پخواني جنایت کاران نن ورځ هم ځانته د ملاتړو یا مریدانو لښکرې لري او د هغوي د جنایاتو رابرسېره کول به په داسې حساس وخت کې لازم نه وي ، خو دا هم واقعیت دی چې دا ولس د دغو جنایت کارانو له لاسه ډیر کړیدلی او ځورېدلی او ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي . نو آېا ښه مصلحت به دا نه وه چې د دواړو لورو احساساتو ته د قدر په سترګه کتل شوي وی او د دغو متنازغه شخصیتونو په باره کې تر ېو وخته پورې خاموشي غوره کړل شوې وی ؟؟؟
په دې هيله چې زموږ سېاست وال بلاخره د افراط او تفریط سېاست پرېږدي ، د اشخاصو او ډلو پر ځای د ټول ولس د ګټو په لار روان شي .