تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوی اختر ورځو لپاره ټول هېواد کې د ټینګ امنیت د نیولو خبر ورکړی دی .
سبا یکشنبه د اسد ۲۰مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده چې له رارسېدو سره یې کابل او نورو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو احضارات زیات او سخت شوي دي.
که څه هم تېره یوه میاشت کې په کابل کې شپږ خونړي بریدونه شوي او لوی شمېر ملکیانو ته تلفات په کې اوښتي، خو داسې ښکاري چې دغه ښار کې هم د خلکو ګڼه ګوڼه د اختر د سوداګانو اخیستلو لپاره زیانمنه شوې نه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، د لوی اختر په رارسېدو سره ټول هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو لومړۍ درجه امنیتي تدابیر نیولي دي: (( اختر لپاره مو له ملي امنیت، دفاع وزارت سره په ګډه کلک تدابیر نیولي، ټولو عیدګاو، تفریحي پارکونو، جوماتونو او د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې به زموږ د ځواکونو حضور زیات او فعاله وي.))
نصرت رحیمي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د اختر شپو ورځو کې ټول امنیتي ګواښونه له منځه یوسي: (( د خطر د احساس په وخت کې خلک د پولیسو ۱۰۰ او یا هم ۱۱۹ شمېرې ته زنګ کولی شي، دغه راز د ملي امنیت ۱۰۰۱ شمېره به هم فعاله وي، موږ ټولو قومندانانو ته امر کړی چې د خپلسرو ډزو مخه ونیسي، دغه راز مو ۲۵۰ کارتنه پټاقۍ هم چې هېواد ته راواردېدلې نیولې دي.))
بلخوا د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم وايي، چې دفاعي ځواکونه به د اختر د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره ځمکني او هوايي عملیاتو لپاره تیارسۍ ولاړ وي او ټولو ښارونو امنیت به خوندي وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د اختر ورځو کې اوربند اعلان کړي.