تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، ټول هېواد کې نن ۴۶۸ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو او د ټاکنو په جریان کې يې د طالبانو ۶۸ تحرکات د پوځیانو لخوا شنډ شوي دي.

ښاغلي اندرابي وویل، طالبانو لوی واړه بریدونه کړي دی خو تلفات تر هر بل وخت کم وو او طالبانو وکړای شول چې ایله ړانده راکټي بریدونه یا هم مقناطیسي چاودنې وکړي.

بلخوا اسد الله خالد له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې په ډیر زیار سره یې د امنیتي پېښو مخه ونیوله او نن کومه ستره پېښه ونه شوه.

One thought on “داخله او دفاع وزیران: نن ۴۶۸ مرکزونه تړلي او ۶۸ طالباني تحرکات شنډ شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *