تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، د اختر دریو ورځو کې هیڅ ډول نااعلان شوی اوربند نه و ټینګ بلکې طالبانو په تېرو دریو ورځو کې د جګړې ډګرونه تاوده ساتلي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، امنیتي او کشفي ځواکونو د اختر په دریو ورځو کې د ۷۴ ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده: (( ۲۶ بریدونه پر کابل پلان شوي وو چې موږ یې مخه ونیوله په دې کې له ګڼه ګوڼې ډکو ځایونو کې په موټرو پسې د مقناطیسي ماینونو نښلولو او وسله والو بریدونو پلانونه هم خنثی شوی دي.))

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم وايي، طالبانو پر دفاعي مرکزونو لسګونه بریدونه د اختر ورځو کې ترسره کړي دي: (( په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ځواکونو هم په ۱۰ ولایتونو کې ۳۰ عملیات کړي دي او طالبانو ته مو درانه تلفات اړولي.))

نوموړی وايي، په دې لړ کې یې د لوګر پادخواب شانه سیمه کې د ملا نقیب الله په ډله عملیات شوي چې نوموړی په کې وژل شوی او لسګونه جنګیالي یې وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د اختر ورځو کې یې بریدونه کم کړي وو: (( دریو ورځو کې مو یوازې په باګرام اډه دوه بریدونه کړي دي، خو دښمن مو شپني او هوايي بریدونه هم راباندې نه دي درولي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېر اختر څخه وروسته طالبانو اعلان وکړ چې پټ اوربند یې کړی و، خو دا وار ملا هبت الله په خپل پيغام کې یوازې د ملکيانو د خوندیتوب امر کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *