تاند، چهارشنبه، د اسد ۹ مه: کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو ۵ میاشتو کې یې له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۳۰۳ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د ۵ بهرنیانو په ګډون ۱۵۰۰ کسان د مخدره توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق په دې اړه نن خبري کنفرانس ته وویل، په نیول شویو ۱۵۴۵ قاچاقبرو کې ۴۲ ښځې او ۵ بهرني وګړي دي: (( په دې کې دوه ډېر لوی قاچاقبر هم شامل دي.))
د اورتاق په خبره پولیسو یې په تېرو پنځو میاشتو کې ۳۵۶ ټنه مخدره توکي نیولي، د مت امفتامین ۵۹ فابریکې او د مخدره توکو ۵ زېرمې یې هم له منځه وړې دي: (( په دغو ټولو عملیاتو کې ۱۵۸ میله وسله، ۱۹۷ موټر او ۵۱۱ موبایلونه نیول شوي دي.))
نوموړی زیاتوي، د ۵ میاشتو په ۱۳۰۳ عملیاتو کې یې یوازې ۴۶۶ عملیات کابل کې شوي چې په ترڅ کې یې ۵۶۴ قاچاقچیان نیول شوي دي: (( موږ تېرو پنځو میاشتو راهیسې خپلو عملیاتو کې د مخدره توکو د قاچاق مافیا ته ۵۳ میلیونه ډالر تاوان اړولی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې داخله وزارت ته د امرالله صالح او ورپسې د مسعود اندرابي له راتلو وروسته کابل او ولایتونو کې د مجرمینو پر وړاندې کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي.
شنونکي وايي، په دې وروستیو کې له دې کبله چې پولیسو پر مجرمینو جرائت پیدا کړی، کابل او ولایتونو کې جرمونه هم خورا کم شوي دي.