د حکومت سیاسي مخالفینو او یا په اصطلاح اوپوزسیون هم په دې اعتراف کوي او پوه دي چې حکومت په سیمه ییز او د نړۍ په سیاستونو کې بریالی روان دی او پایلې یې هم جوتې شوي دي.
د بهرني سیاست یو مهم اړخ دا چې د افغانستان جګړه پخوا کورنۍ، خو اوس د سیمې او نړۍ جګړه یادیږي، طالبان تر دې وړاندې د افغانستان کورنۍ مسله یادیدله ، خو اوس یوه ترهګره ډله وپيژندل شوه چې د افغانستان د قضيې دا تر ټولو مهم اړخ و.
د امریکا او ناټو غړو هېوادونو پوځیان چې د افغانستان په جګړه کې له افغان ځواکونوسره وه، پر طالبانو ډير نه ورتلل، ځکه دا ډله ورته ترهګره ډله نه ښکاریدله او زیات بریدونه یې پرې هم نه کول، خو اوس دا سیاست بدل شوی او طالبانو په وروستیو بریدونو او افغان حکومت په بهرني سیاست کې نړیوالو ته ثابته کړه چې طالبان یواځې افغانانو او افغانستان ته ګواښ نه، بلکې دا یوه ترهګره ډله ده چې د سیمې هېوادونو امنیت هم ګواښي.
د سیمې هېوادونه هم مجبور شول چې طالبان د ترهګرو په صفت وپیژني، ځکه اوس د حکومت سیاستونو په افغانستان کې د سیمې د ځینو هېوادونو مشترکې پروژې رامنځ ته کړې او ګټې یې شریکې کړې، نو اوس چې طالبان په افغانستان کې هره پروژه له امنیتي ګواښ سره مخ کوي، هېوادونه اړ دي چې د خپلو ګټو لپاره د طالبانو پروړاندې ودریږي.
دا هر څه په دریو کلونو کې له ننګونو او لوړو ژورو سره ـ سره وشول او افغانستان په بهري سیاست کې ډير مخکې لاړ، داسې چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول پاکستان ورته حیران پاتې دی، ځکه پخوا به پاکستان په سیمه کې ځان یو مهم هېواد باله او فکر یې کاوه چې که د پآکستان همکاري نه وي، افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت ناکام دی، خو ولسمشر غني د افغانستان جغرافیایي ارزښت دومره زیات کړ چې د پاکستان هر ډول اهمیت پکې له منځه لاړ.
خو له بده مرغه په تېرو کلونو کې داخلي جاسوسانو افغان حکومت په کورني سیاست کې له ستونزو سره مخ کړی او نه يې پریږدي چې داخلي جوړښتونه ورغوي او په پښو یې ودروي.
داخلي جاسوسان هغه مهال د حکومت پروړاندې ودریدل چې د تدارکاتو له کمېسیون یې لاسونه لنډ شول او دغه راز هغه سرچینې پرې بندې شوي چې ملي عواید به یې ترې وهل.
داخلي سیاسیون چې تر ډیره د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ژمن دي، له بهرنیو سفارتخانو امکانات اخلي او یا د هغوی په دستور کارونه مخ ته وړي چې څنګه کیدای شي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني مصروف کړي چې لومړیتوبونه ترې پاتې شي.
په داخلي جاسوسانو کې ډیری یې هغه دي چې له حکومت سره درنې معاملې کول غواړي، خو حکومت حاضر نه دی چې د ولسونو د ارادې خلاف عمل وکړي، داخلي جاسوسان چې اوس په ولس کې هم نفوذ نه لري، په لاس راغلو امکاناتو څخه استفاده کوي او د حکومت خلاف د تبلیغاتو تر څنګ خلک راپاروي چې د حکومت پروړاندې راوپاریږي.
دا هر څه لکه لمر په ډاګه دي او له چا پټ نه دي، خو دا چې حکومت نه غواړي تر دې زیات ورسره ځان مصروف کړي، یواځې یې حاشيې ته کړي او ځان یې پرې ناګاره اچولی، نه یې څه اوري او نه هم څه ورکوي.
له نیکه مرغه اوس په ټولنیزو رسنیو او عامه مجلسونو کې دا ډلې او کسان چې پورته یې یادوونه وشوه، خلک یې ډير په سپکه یادوي او خبره یې د توت اومره ارزښت هم نه لري، هر هغه خبرې چې په حکومت پسې کوي، خلک یې ځواب ورکوي او په خبرو یې پښيمانه کوي.
په داسې حال کې چې افغانستان له یو ستونزمن پړاو څخه تیریدونکی دی، ترهګري، اداري فساد، له نشه یي توکو سره مبارزه او نورې لوی ستونزې چې باید حل شي، داخلي جاسوسان د دې ټول لامل حکومت بولي، په داسې حال کې چې وضعیت همدې داخلي جاسوسانو د سیاسي مخالفینو په نوم خراب کړی او هر ډول قانون ماتوونې او جنایتونو ته یې بستر برابر کړی.
نو ولسونه همداسې بیداره پاتې شول، لیرې نه ده چې دا ټول اشخاص او ډلې چې اوس فکر کوي د ولس استازیتوب کوي تر دې به هم منزوي شي او بیا به له مکر په ډکو تبلیغاتو باندې و نه توانیږي چې څوک تېر باسي.
انشاءالله امید شته چې حکومت او ولسونه به مخ پروړاندې د یو روښانه راتلونکي پرلور ځي او دا داخلي جاسوسان چې ټول تمرکز یې په شخصي ګټو دی ، همداسې به په میدان پاتې شوي.