تاند- د بګرام د بندیانو د دوسیو د څارنې لپاره ځانګړې شوې کمېټې وویل چې ۸۸ بندیان به، چې امریکا یې خطرناک ترهګر بولي، د امریکا له مخالفت سره سره خوشي کړي.

د امریکا حکومت تېره اوونۍ د افغانستان پر حکومت فشار واچاوه چې د شاوخوا شپږ نیم سوه بندیانو په منځ کې، چې له بګرام څخه خوشي کېږي، ۸۸ تنه خوشي نه کړي ځکه چې د امریکايي چارواکو په وینا دا ۸۸ کسان په جګړه کې بالفعله نیول شوي کسان دي.

وروسته له دې چې امریکا وویل، د بهرنیو پوځیانو او ملکیانو په وژلو کې د دغو کسانو د لاس لرلو اړه شواهد لري، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت ریاست ته امر وکړ چې د بندیانو پر خلاف شواهد او اسناد د بندیانو د دوسیو څېړونکې کمېټې ته وسپاري.

د کمېټې غړي عبدالشکور دادرس پرون /یکشنبه/ رویټرز خبري اژانس ته وویل:«په هغو اسنادو کې چې تراوسه پوري موږ لیدلي دي داسي هیڅ کره نښه نشته چې پراساس یې دا کسان په بند کې وساتل شي.»

ده په عین حال کې وویل چې د ۸۸ بندیانو د ساتنې په اړه کمېټې ته ورسپارل شوي اسناد د دې تضمین نه شي کولی چې څوک دې دا کسان د ډېرې مودې لپاره په بند کې وساتلی شي.

ده زیاته کړه:«زموږ پرېکړه دا ده چې که نور کره اسناد او شواهد نه وي نو باید دا کسان څومره چې کېدای شي هومره ژر خوشي کړو.»

امریکايي سناتورانو تېره اوونۍ /پنجشنبه جنوري ۵مه/ په افغانستان کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د دغو بندیانو د نه خوشي کېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې که دا بندیان خلاص شي نو د دوو هیوادونو اړیکو ته به نه جبرانېدونکی زیان واوړي.

خو دادرس د امریکايی سناتورانو د غوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی له دې قضیې سره سیاسي چلند کوي.

ده تاکید وکاوه چې دا کسان بې ګناه دي.

عبدالشکور دادرس وویل، د دوی له غوښتنې سره سره د افغانستان کشفي اورګانونو هم د دې اته اتیا زندانیانو د جرم په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي.

نوموړي د امریکایي سناتورانو اندیښنو ته په اشارې وویل، دغه اته اتیا کسان په جرمونو کې نه فاعل دي او نه شریک:

«دا خبرې مطبوعاتي بحث او سیاسي ملاحظات دي چې په مسلکي امورو ورګډیږي، هغه معیارونه چې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې یې د مظنون د الزامیت لپاره لرو د دغو اته اتیا بنیدانوپه مورد کې په دې دوسیو کې نشته، دغه اته اتیا کسان په جرمونو کې نه فاعل دي او نه شریک دي، نه جرم واقع شوی نه لاس لري، دوی د تبرئې په حالت کې دي باید ژر ترژره خوشي شي.»

خو کابل ته راغلو درې امریکایي سناتورانو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغو اته اتیا بندیانوڅه باندې ۶۰ بهرني عسکر او ۵۷ افغانان وژلي او خوشې کول به یې ډیر خطرونه پېښ کړي.

امریکایي سناتور “لینسي ګراهام” وویل، که د بګرام زندان د بندیانو خوشې کېدل همداسې دوام ولري د افغانستان او امریکا په راتلونکو اړیکو به منفي اغیز وکړي.

2 thoughts on “دادرس: د امریکا له غوښتنې سره سره ۸۸ بندیان خوشي کوو”
  1. کاشکی چی د دغو ۸۸ کسانو ترڅنګ پر نور جنایتکارانو هم عدالت پلی شوی وای، د انسان حقوق او عدالت غوښتنه خو دا ده چی له خلقی او پرچمی جنایتکار نه رانیولی بیا تر جهادی او طالب جنایتکار پوری ټول محاکمه شی. د خلقی آدمکش، پرچمی ادمکش، جهادی-تنظیمی آدمکش، طالبی آدمکش، شرقی آدمکش، غربی آدمکش، عربی آدمکش او عجمی آدمکش ترمنځ د انسان حقوقو له مخی هیڅ توپیر نشته، ټول د بشریت دښمنان دی، او که څوک د دوی تر منځ په یو یا بل نوم توپیر کوی، هغه هم د بشریت دښمن دی.

  2. ښاغلی سناتور ګراهام ته وایم چه که چیرته تاسو افغانستان ته دیو خپلواک هیواد په نوم فکر کوی، نوباید داوویل شی چه داوله ستاسی دغه او نور زندانونه په ملی اوبین المللی سطحه قانونی نه وه، بلکه باید په واضع توګه ووایو چه داستاسو سرزوری او وچکلک زور اودافغانستان خپلواکی مو دسوال لاندی راوستلی وه.

    تاسو باید دغه بندیان دملی اردو او یا ملی پولیسو تر واک لاندی په یو نظامی اوخاص زندان کی ساتلی وای دامعنی چه دغه بندیان باید دافغان عسکرو لخوا ساتل شوی وای نه په بګرام کی ستاسی لخوا په بی سرنوشته حالت سره.

    کله چه دغه زندان دښاغلی کرزی په هلو ځلو ستاسو څخه خپل کړه او تاسو فقط وویل چه په بګرام زندان کی ۳۹ کسان خطر ناک دی، ستاسی په دغه خبره دافغانستان حکومت هم غور وکړه او دغه ۳۹ کسان یی تر اوسه ساتلی دی

    ددغه بندیانو دخلاصون په هکله دافغانستان حکومت، ولسی جرګی، ملی امنیت، لوی څارنوالی، قظآ اودتروریزم ضد دفتر پریکړه وکړه، اودولسمشر په فرمان یوه کمیټه جوړه شوه چه ددغه بندیانو دوسیی ژر ترژره وڅیړی، اوبی ګناه وګړی دبند څخه دیوی فورمی دسوال او ځواب په زریعه خلاص کړی
    اووروسته دغه فورمه دتروریزم ضد ریاست لخوا (دمجرم اونه مجرم) په خاطروکتل شی که څوک مجرم نه وی باید دغه ریاست یی فورمه امظآ اوټاپه کړی اوبندی ژر تر ژره خلاص شی.

    چون دغه بندیان دیو خارجی ملک لخوا نیول شوی وه، اودافغانستان حکومت یی هم په جریان کی نه وه اچولی، اودبندیانو په هکله مکملی دوسیی اواسناد هم موجود نه وه، او اکثره یی بی ګناه وه، نو پدی خاطر د دوی دخلاصون لپاره عاجله فورمه جوړه شوه ، او دافغانستان څارنوالی ته یی دوسیی په دي خاطر ونه لیږل شوی چه کیدایشی په دغو دوسیو اواسنادو څو کاله وخت نور هم تیر شی او په بی ګناه بندیانو به نور ظلم هم وشی

    لنډه داچه کله دبندیانو دوسیی وڅیړل شوی نتیجه یی داسی راووتله
    – په لونګی، جامو اوڅادر نیول شوی دی خارجیانو فکر کولو چه داهم طالیبان دی، په خپله ځمکه یی دشپی لخوا په نوبت اوبه راړولی دی او نیول شویدی، دزورواکانو سره یی دځمکی، پیسو، او پخوانی معاملی راغلی دی اوزور واکانو یا ترجمان ته پیسی ورکړی دی اویا یی دملی امنیت نفرو ته پیسی ورکړی دی چه دغه کس ونیسه، ځینی متعصبه کړیو چه دپښتنو سره ضد لری زیاتره بی ګناه خلک یی ددوی لاس ته ورکړی دی چه دغه نفر حطرناکه تروریست دی او داسی نور

    لنډه داچه دغه بیچاره ګان چه ټول ساده او بزګر ډوله کلیوال دی دیو کال څخه نیولی تر لسو کالو پوری په دغه بند کی ساتل شوی دی اوتر اوسه یی ددوسیو دڅیړلو هیچا هم پوښتنه نه ده کړی
    خو زیاتره بیګناه بندیان وای چه مونږ امریکایان ګرم نه بولو بلکه ځینی متعصبه ترجمانان ګرم بولو.
    ځینی بندیان هم شته چه هغوی وای چه مونږ دامریکایانو سره جهاد کوو اودا زمونږ فرض دی اوخلاصول اونه خلاصول زمونږ دالله په واک کی دی، چه دغه ډول بندیان یو څو نفره دی اوهغوی تر اوسه په بند کی قرار لری
    اوسنی نوی خبره څه ده؟
    داچه دغه بندیان ټول بی ګناه وختل نو اوس امریکایی سناتوران ډاریږی چه نړیوال که خبر شی نو وای به چه امریکا په افغانستان کی ټول انسانی حقوق تر پښو لاندی کړیدی، اوکیدای شی چه ځینی امریکایی چارواکی ددغه بندیانو په حقوقو بندیان هم شی، البته دامریکا په اوسنی رژیم کی نه په بل راتلونکی رژیم کی، اوبل داچه که امریکا ضعیفه شی شاید دنورو نړیوالو لخوا هم په یو وخت کی دغه خلک دمحاکمی تختی ته راکش کړی
    بل داچه ددغو بیګناه بندیانو ساتل په بین المللی قانون کی په لس هاو میلیارده جریمه لری، اوهم هغه څوک چه بی ګناه بندیان شویدی دهغوی خساره اوپیسی هم په امریکایانو پاتی دی چه شاید یو وخت دغه پیسی دقانون په اساس امریکا دغو بندیانو ته ورکړی
    په هر صورت امریکا غوښتل چه دغه هر څه به ښاغلی کرزی پټ اوورک کړی اومونږ ته به برات راکړی، مګردا چه د ښاغلی کرزی په اول کی زور نه رسیدو او اوس یی دیوی خوا لږ زورهم پیداکړیدی اوهم وای چه خدای اوافغانانو ته می غاړه خلاصه شی نو باید دامریکا ټولی ناخوالی او زور زیاتی باید په ډاګه شی.

    نواوس امریکا ډیره وارخطآ ده چه اخر به څه کیږی یا به کرزی موفق کیږی اویا به امریکا.
    دخدای په امان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *