استاد احمل ښکلی

انسان چې هر کار کوي، يو نوم ورکوي. يا يې د ملت، يا د هېواد يا د بچو يا د بل يا د بل لپاره کوي؛ خو دا هر کار يې د ځان لپاره وي.سړى د بچو خوشحالي غواړي، ځکه چې د ده خوشحالي پکې نغښتې وي. د هېواد په خدمت کې يې د خپل حيثيت بقا او د شهرت لږ هوس نغښتى وي.

دا د انسان فطرت دى، چې اصلا کار د ځان لپاره کوي؛ خو نوم د بل اخلي. هر شاعر و ليکوال ته اصلا ځان مطرح وي؛ خو د شاعر و ليکوال خدمت له عام خدمت سره څو توپيره لري.

عام کارونه له ورايه ښکاري، چې د ځان لپاره وي؛ خو د شاعر و ليکوال له ورايه داسې نه برېښي.

د شاعر و ليکوال کار د همداسې نورو کارونو غوندې له ټولنيزوالي سره مستقيما اړيکه لري، چې لوستونکي ته پکې تر شاعر وليکواله ټولنه ډېره ښکاري.

د شاعر و ليکوال کار معنوي وي او اخلاقي تړاو يې ثابت وي.

شاعر و ليکوال له شته فرهنګه استفاده کوي او فرهنګ فردي نه وي.

دا لاملونه دي، چې په شعرونو او ليکنو کې راته ټولنيزوالى ډېر ښکاري.

شاعر و ليکوال ته چې په ښکاره ځان د ټولنې خادم او تر نورو خلکو غوره ښکاري؛ نو له ټولنې نه د هڅونې لېونۍ هيله لري.

خو زموږ کره کتنه دومره کمزورې ده، چې په لسګونه کتابونه چاپ شي، خلک يې وهم لولي؛ خو يو کس پرې يوه دوه پاڼې تورې نه کړي، چې شاعر و ليکوال په خپلو تېروتنو او کمالونو پوه شي.

دا خبره ډېره سمه نه برېښي، چې په موږ کې کره کتونکي نشته. وي به خو څوک هڅه نه کوي. د کره کتونکي او لوستونکي ترمنځ همدومره توپير ښکاري، چې لوستونکى کتاب د نقد په نېت نه لولي او نه پرې څه ليکلاى شي؛ خو کره کتونکى يې د نقد په نېت لولي او د ليکلو وړتيا لري. هر لوستونکى چې دا دوه خوبۍ پيدا کړي، ګومان نه کوم، چې په کره کتونکو کې دې رانه شي.

کره کتونکي چې کتاب لولي د دې کتاب منځپانګه او نور اړخونه په خپل ذهن کې له دوه ډوله توکيو سره پرتله کوي، يو هغه معلومات چې ده له مطالعې ترلاسه کړي او بل شخصي تجربې. په کره کتنه کې دا ضرور نه ده، چې ستا خبره دې د کاڼي کرښه وي.

شاعر و ليکوال دوه مجبوريته لري، چې له نورو نه داد غواړي. پر خپل کار مطمين نه وي او چې تر څو ورته بل چا اطمينان نه وي ورکړى، خپل کار ورته کمزورى ښکاري. دا ناارامي په منځني کچ کې ښه ده. پنځګر چې پر خپل کار مطمين شي، نو د پرمختګ مخه يې ډب کېږي؛ خو که دا ناارامي يې ډېره شي، هم پرمختګ نه شي کولاى.

هر شاعر و ليکوال په خپل ذهن کې خپل يو کره کتونکى هم لري، چې د ده کار څاري او ده ته يې منفي او مثبت اړخونه څرګندوي. ځکه خو د شاعر و ليکوال بهرنۍ هڅونې ته دومره اړتيا نه پيدا کېږي او زموږ پنځګر د همدې خپل کره کتونکي په خوله هر څه کوي، بهر يې داسې نياومن کره کتونکى نه دى موندلى.

بل مجبوريت د شاعر و ليکوال د ځان مطرح کول دي. شاعر و ليکوال همېشه هڅه کوي، چې د نورو د نظر په هېنداره کې ځان وويني، چې خلکو ته څومره مهم دى؟ دا تنده يې چې د چا په هڅونه ماته شي؛ نو زړه يې زور واخلي او چې ماته نه شي؛ نو همېشه په نه زړه لګيا وي، چې بيا يې بېخي د شاعرۍ و ليکوالۍ چينه وچه شي.

پنځګر چې هوښيار شي او د ستاينو بارانونه پرې راشېوه شي؛ نو بيا يې په ذهن کې يو بل کره کتونکى هم راپيدا شي. دا کره کتونکى د ده له پنځونې بهر د ده کره کتونکي څاري او د هغوى نظرونو ته ګوري، چې د چا نظر سم دى؟ د چا انتقاد له ښه نېته دى، د چا له بد نېته؟

پنځګر د خپل او بهرنيو کره کتونکيو نه استفاده کوي. هوښيار شاعر و ليکوال هغه وي، چې د بهرنيو کره کتونکو د ستاينو او انتقادونو د ارزونې وړتيا ورسره وي، ځکه ډېرې ستاينې پنځګر بې لارې کوي او ډېر سم انتقادونه يې ښايي سمې لارې ته راوبولي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *