ژوندادبي بهیر۷۸مه ناسته دروان کال ۱۳۹۲/۹/۴مه دننګرهارپوهنتون په انګرکې دعبدالباسط(امیرزوي)په تلاوت پیل کړه.
ویاند سمیع الله (مجاهد)دغونډې مشر دادمحمد(ناوک)مېلمه صدیق الله (روان)اوکوربه سباوون(خاموش)وټاکل.
دتېرې اونۍ ګزارش مجاهد په خپله ولوست،دادمحمد(ناوک)وویل راپورښه و،لنډ و اومهم نظریات یې په کې راخېستي و.
نقیب احمد(عزیزي) وړاندیزوکړ،که دغونډې د ګډونوالو نومونه راوړل شي،ښه به وي.
ځانګړې موضوع شاه محمود(عابد) د(فقر)په باره کې راوړې وه.
ادبي درس هلال(عاجز)دپښتو(یاګانو)په باره کې وړاندې کړ.
ټولوګډونوالو ادبي درس خوښ کړ،هغه ملګري ،چې په نوروپوهنځیوکې دي،د(یاګانو)سره به اشناشي.
له ادبي درس نه وروسته ازاده مشاعره وشوه،په لسګونوشاعرانوپه کې ګډون کړی و.
دغونډې مشر دادمحمد ناوک غونډه ښه وارزوله،ده وویل بهیروال باید له دې نه ډېره هڅه وکړې.غونډې منظمې کړي،ځانګړې موضوع ته ځانګړی پام وکړي،دلته راټولیدل یواځې د شعراوریدلو اوشعرویلوپه مانا نه دی،دلته باید یو فکرهم ورکړئ.
راتلونکې ناستې ته سمیع الله مجاهد دځانګړې موضوع اوسباوون خاموش دکره کتنې له پاره دشعر راوړلو ژمنه وکړه.
غونډه په دعایه پای ته ورسېده.