د اسلامي هيوادونو کنفرانس دعربو د جګړې په پايله کې د سعودي عربستان په نوښت په 1969ميلادي کال کې په مراکش کي جوړ شو.
دغه سازمان تر 1998کال پورې 55غړي هيوادونه لرل چي ټول اسلامي هيوادونه وو.
خو افغانستان دشوروي د پوځي يرغل او د مصر له خوا له اسراييلو سره د ډيوېډ کمپ تړون له امله په دغه سازمان کې ديادو دوو هيوادونو غړيتوب ځنډول شوی وو.
دکنفرانس په څلورمه سرمشريزه کې مصر ته بيرته دګډون بلنه ورکړل شوه.
همدا راز په 1989کال کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په اتلسمه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان غړيتوب دې ددغه هيواد دمجاهيدينو ايتلافي حکومت ته ورکـــــړل شي.
داسلامـــــــي هېوادونو کنفرانس موخي:
داسلامي هېوادونو ترمنځ همغږي او پيوستون ,په اقتصادي ,اجتماعي او علمي برخو کې د اسلامي هيوادونو ترمنځ همـــــکاري ,-دهر نژادي تبعيض او استعمار پر ضد مبارزه ,-د نړيوالې سولې او امنيت دټينګښت په برخه کې هڅې ,ـدمقدسو ځايونو دساتنې په اړه ګډې هڅې او د فلسطينيانو له حقونو او ازاديو څخه ملاتړ او د فلسطين ازادول .
د اســـــــلامي هيوادونو دکنفرانس داخلي جوړښت:
1- د اسلامي هېوادونو دمشرانو غونډه :داسلامي هېوادونو د کنفرانس سرمشريزه په غيرمنظم ډول څو کاله وروسته ديوه غړي هيواد په پلازمېنه کي دايرېږي.
دسازمان له جوړېدو تر 1997کال پورې اووه سرمشريزې جوړې شوې وې.
د رباط غونډه 1969
د لاهور غونډه 1974
د طايف غونډه 1981
د کازابلانکا غونډه 1984
د کويټ غونډه 1987
د ډاکا غونډه 1991
د کازابلانکا غونډه 1994
د تهران غونډه 1997
د دوحې غونډه 2000
د ماليزيا غونډه 2003
2- د بهرنيو چارو د وزيرانو کنفرانس :دا دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس دی چې په کال کې يو ځل غونډه کـــــوي داړتيا پرمهال کولی شي چې فوق العاده غونډې هم را وغواړي.
3- سکرتريت :سکرتريت دسازمان داداري په رآس کې قرار لري او دسکرتريت لپاره منشي دغړو هېوادونو له خوا درايو په اکثريت ټاکل کـــــــېږي.
دمنشي دکار موده په لومړي سرکې دوه کاله او بېرته دتمديد وړ هم وې ,خو وروسته دغه موده څلور کاله وټاکل شوه .
4- نړيواله اسلامي محکمه :داسلامي هېوادونو دهمکارۍ سازمان محکمه په 1987کال دسازمان په پنځمه سرمشريزه غونډه کې چې په کويټ کې جوړه شوې وه ,تآسيس شوه.
په ياده غونډه کې دمنشور 3ماده اصلاح شوه چي له مخې نړيواله محکمه داسلامي هېوادونو سازمان دڅلورم ارګان په توګه وټاکل شوه.
محکمه اووه قاضيان لري چې دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو له خوا د څلورو کلونو په موخه ټاکل کېږي .
پردې سربېره سازمان څلور نورې څانــــــګې هم لرې:
1- فرعي څانګې: دسوداګرۍ دپراختيا اسلامي مرکز (دارالبيضاء) داسلامي تاريخ ,فرهنګ او هنرونو دمطالعې او څيړنې مرکز,د ټکنالوجــــۍ او پراختيا اسلامي مؤسسه.
2-تخصصي څانګې :داسلامي پراختيا بانک ,علمي ,فرهنګي او روزنيز اسلامي سازمان ,دنړيوالو اسلامي خبري اژانسونو سازمان.
3-اړونده څانګې : داسلامي پلازمينو او ښارونو سازمان ,داسلامي بانکونو نړيواله ټولنه ,د سوداګرۍ نړيواله خونه .
4-تخصصي کمېټې :د قدس کميټه ,دتبليغاتو او فرهنګي چارو کمېټه.
نوټ : داسلامي هېوادنو کنفرانس داسرائيلو او عربو له جګړي وروسته د خلکو له فشارونو وروسته دامريکي په لارښونه جوړ شو.