ژباړه : محمد طاهر (ابشار)

نيويارک : د ټکنالوژي پرمختګ د برقي الاتو بڼه اړولې ده په يو څيز کي يې بيلا بېلې ځانګړتیاوې ځای پر ځای کړي چي د ځای او د پيسو سپما هم پکې نغښتې ده. په همدې هڅو کي یې يو چاکليټ ته ورته اله جوړه کړې چي تلويزيون ته وتړل سي نو بيا د کمپيوټر کار ور څخه اخيستل کيږي .

دا اله د ټکنالوژۍ د نړۍ پاچا ګوګل تياره کړې ده او د (ايچ ډي ايم ای کروم بيټ ) نوم يې ورکړی دی. داچي هر کله له تلويزيون سره وتړل سي نو تلويزيون په مونيټر اړوي ، او بله داچي بغير د کوم لاين ( تار يا وير ) څخه کيبورډ او ماوس د بلوتوت له لارې  ورسره وصل کيږي .

ګوګل وايي چي کروم بيټ اله پوره کمپيو ټر دي او دا تر کينډي بار هم کوچنی دي او دا اله يواځي په ۱۰۰ ډالره رانيول کيږي . د ګوګل د معلو ماتو له مخي دا يو نوی سيسټم دی چي په ټولګيو او کاروباري ځايونو کي به ور څخه کار اخيستل کيږي . ددې الې د جوړول لپاره د ۲۰۱۱ زيږديزکال راهيسي کار شروع ؤ او دا يې د هغو خلکو لپاره جوړ کړی دي چي لږ پيسې ګتي .

ياده کمپنی وائي څرنګه چي د ګرځنده تليفون لپاره انډرايډ سافټ وير چوړ سوی دي همدارنګه ددې الې لپاره د کروم سيسټم جوړ کړی دي دکوم په واسطه چي د کمپيو ټر کارول نور هم ارزانه او اسانه سوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *