تاند- ژر به بازار ته داسي موبایل ټېلفونونه راووځي چې د یوه اپلیکېشن په وسیله به خپل خاوند ته حتي د بدن د بد بوۍ خبر هم ورکوي.
د جرمني یوه کازماټیکس یا د سینګار د وسایلو کمپنۍ د پزې په نوم دا نوی محصول معرفي کړی دی.
دا محصول یو موبایل ټېلفون دی چې که اړوند اپلیکېشن پکې نصب وي نو د الیکترونیکي پزې کار ورکوي.
کاروونکی باید موبایل خپل بدن ته نژدې کړي او الیکترونیکي پزه د خپل خاوند د بدن بوۍ له څو نورو کسانو سره پرتله کړي او هاله خپل خاوند ته خبر ورکوي چې د بدن بوۍ یې څومره بد دی.
دا تکنالوژي لا په تجربوي مرحله کې ده خو د کامیابېدو په صورت کې به ژر بازار ته راووځي.