تاند- بریتانیايي څېړونکو داسي سافټ وېر یا نرمکالی جوړ کړی چې د انسان د بدن داخلي غړي په څلور بعدي (4D) بڼه ښيي.

دا تخنیک به د انسان د ناروغیو په تشخیض (پېژندنه) او درملنه کې لویه مرسته وکړي.

ګارډین ورځپاڼې نن /یکشنبه/ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، دا نرمکالی، چې (cSound) نومېږي ، د بریتانیا د (GE Healthcare) مرکز څېړونکو اختراع کړی او حاضردمه د زړه او شریانونو متخصص ډاکتر بیجوی کندزیا ،ورڅخه کار اخلي.

ډاکتر کندریا دا څلور بعدي تصویرونه خورا ارزښتناک وبلل، ویې ویل«دا داسي تصویرونه دي لکه ډاکتر چې د ناروغ د ټټر (سینې) قفسچه پرانستې وي او په خپلو سترګو د ناروغ د زړه دربا ته ګوري.»

دا نرمکالی د یوه الټراساونډ په مرسته د صوتي څپو وړانګې په لوړه فریکوینسۍ د انسان بدن ته دننه باسي او د دغو وړانګو د انعکاس په وسیله د بدن د داخلي غړیو بڼې تشخیصوي.

دا وسیله ټول تصویرونه په خپله حافظه (میموري) کې ساتلی هم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *