تاند- په غوږ یا شاوخوا کې یې دا ډول (عکس) نښه په هرو ۱۰۰ بریتانیایانو کې یو تن لري.

خو په ځینو اسیايي او افریقايي هیوادونو کې په هرو ۵ تنو کې ممکن ۲ داسي وي.

دې ته (preauricular sinus) وايي او مورزادي وي.

2د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، لومړی پلا په ۱۸۶۴ م کال یوه عالم وان هیوسینګر (Van Heusinger) پر دې ستونزې څېړنه وکړه. دا ډول سوري د مور په نس کې د جنین د ودې په مهال رامنځته کېږي.

د دې ډول سوري، چې د غوږ او مخ د یوځای کېدو په برخو کې وي، یوازینی مشکل یا منفي اړخ دا دی چې ځیني وخت عفونت پیدا کوي.

که عفونت یې شدید شو، پکار ده چې په جراحي عملیاتو یې چاره وشي.

که د چا په دغه برخه کې عفونت نه وي، له دې ډول سوري دې تشویش نه لري هیڅ ستونزه به ورته نه پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *