تاند- ځیرک یا سمارټ هیډفونونه مخکې لا راوتلي چې د ګوتو نښې پېژني او یوازې د خپل خاوند د ګوتو د نښو په لمس کولو کار کوي، خو اوس این اي سي (NEC) کمپنۍ له بایو متریک شېوې څخه په استفادې داسي هیډفون جوړ کړی چې د خپل خاوند ږغ پېژني یا د خپل خاوند د ږغ په وسیله د کار کولو او کار بندولو قومانده مني.
کله چې خبرې کوئ، هیډفون ستاسو د غوږ له لارې ستاسو ږغ تشخیصوي، هیډفون په دې وخت کې ستاسو ږغ پېژني.
این اي سي کمپنۍ ویلي چې دا ټکنالوژي به تر ۲۰۱۸ م کال پوري په پراخه پیمانه بازار ته راوباسي او هیله لري چې سیاستوال او د مهمو ادارو رييسان به یې زیات هرکلی وکړي ځکه چې له دې لارې به خپل تماسونه پټ او خوندي ساتلی شي.