تاند- ساینسپوهان وايي، داسي سافټ وېر یې جوړ کړی چې په شونډو کې د انسان خبرې په خورا دقت لوستلی شي.

د بریتانیا د ایست انګلیا پوهنتون ساینسپوهان وايي، دا وسیله پر هغو ږغونو د پوهېدو لپاره پکارېږي چې واضح نه وي.

له دې وسیلې څخه په جنايي تحقیقاتو کې هم کار اخیستل کېدای شي.

پولیس ډېر ځلي په لارو او ودانیو کې د څارونکو کامرو د فلمونو له مخې د جنایتکارانو کارونه څېړي خو په دې نه پوهېږي چې هغوی څه وايي، مګر دا نوی سافټ وېر به مرسته وکړي چې د جنایتکارانو د شونډو له حرکته پوي شي چې هغوی څه وايي.

پر پولیسو سربېره له خبریالانو سره هم دا وسیله مرسته کوي ځکه چې ډېر ځلي په خبري غونډو کې د سیاستوالو خبرې د ږغ د وسایلو د خرابوالي یا د شور ماشور له کبله د پوهېدو نه وي.

د ایست انګلیا پوهنتون د کمپیوټر ساینس استاد هلنبر وايي:«که دا وسیله پخوا جوړه شوې وای، ښايي د فرانسې او ایټالیا په مسابقه کې د زیدان پر خبرو پوی شوي وای.»

2د ۲۰۰۶ م کال د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې د فرانسې نامتو فوټبالر زین الدین زیدان وروسته له دې چې ایټالیايي لوبغاړي مارکو ماتراتزي څه ورته وویل، نوموړی پر سر وواهه او په نتیجه کې یې زیدان ته سور کارت ورکړای شو.

One thought on “داسي وسیله جوړه شوه چې د شونډو له حرکته مو په خبرو پوهېږي”
  1. دتاندچلونکوته سلام:بخښنه غواړم ستاسو ويب پاڼه تراوسه پوري په موبايل کي ستونزي لري.دويب پاڼي دخلاصولولپاره بايد لمړی يوه نابلده پاڼه خلاصه کړي اووروسته به راسته خواه ته ددايکس پرتوري باندي کليک کوي بيانو اصلي تاند خلاصيږي.داستونزه څه کم دوي مياشتي کيږي چي شتون لري.هيله ده دحل لاره ورته پيداکړي.مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *