تاند- په ډنمارک کې داسي اپلیکېشن جوړ شو چې په وسیله یې د دغه اپلیکېشن کاروونکي د خپلو سترګو نظر په موقتي ډول بل ته ورکولی شي.
دا سافټ وېر یا نرمکالی زما سترګې اوسه (Be my eyes) نومېږي.
د دې وسیلې د جوړوونکو په وینا دا اپلیکېشن له نابینایانو سره په هغو کارونو کې زیاته مرسته کوي چې تراوسه یې نه شوای کولی.
په ډنمارک کې د هنسن په نوم یو تن، چې پنځوس کلن دی او ۱۰ کاله وړاندې يې بینايي له لاسه ورکړې، وايي دغه نوي اپلیکېشن د ده ژوند اسانه کړی دی، مثلاً اوس پرې لیدلی شي چې خواړه یې پاخه شوي یا سره شوي او که نه دي.
د دې وسیلې جوړوونکي وايي چې تر ۴ لکه زیاتو خلکو د مرستې په شبکه کې نومونه ثبت کړي چې له دې لارې د خپلو سترګو نظر په موقتي ډول نابینایانو ته ورکوي.
دا چې څرنګه یو انسان بل ته د خپلو سترګو نظر د لنډ وخت لپاره په پور ورکولی شي، په اسانه نه شي توضیح کېدای خو لېري نه ده چې دا وسیله دومره عامه شي چې هرڅوک یې په خپلو سترګو وویني.