په تیرو څو لسیزو کی د بهرنیانو پرله پسی لاسوهنو او د افغانانو خپلمنځي جنګونو ولس په ژوره توګه په خپلو کی ویشلی دی. د یو کور دننه یو ورور بل ورور وژلی دی او مور یی د دواړو زامنو او د هغوی د کونډو او یتیمانو غم ته کښینولی ده. په کلی کی دننه یو کلیوال د بهرنیو سره یو ځای د بل کلیوال په کور ننوتی دی. د سپین ږیری پلار او سپین سرې مور په مخکې یې د هغوی زلمی زامن وژلي دي. اوس یې د کونډو او یتیمانو د پاللو څوک نشته. په ښار کی انتحاری په بازار او د خلکو په ګڼه ګوڼی کی په سلهاو داسی کسان وژلی دی چې نه یی دی پیژنی او نه وژل شوی کسانو پخپلو کی سره پیژندل. دمختلفو ځایونو او قومونوپه سلهاو کورنۍ یی د غم په ټغر کښینولی دی.دملی اردو په پوسته کی يو عسکر په پوره ناځوانۍ او بی ایمانۍ خپل نور ملګري وژلي دی او اوس یی څوک د بوډا پلرونو، بورو میندو، کونډو او یتیمانو د پوښتنی نشته. په لویو لارو له بسونو او موټرو ځوانان کوز شویدی اوبیله پوښتنی وژل شوی دی. هره ورځ د هیواد په هر ګوټ کی په سلهاو افغانان له دواړو خواو په خپلو وینو لمبیږی. داسی ښکاری چې پدی اولس کی خلکدیو بل وینو ته تږي او یو د بل په مریو له ویستلو چړو سره ناست دی. بوري، کونډی، یتیمان او معیوبین مو د نفوس لویه برخه جوړوی.

سیاسی احزاب د دې په ځای چې د افغانستان او ټول ولس د ګټو لپاره کار وکړي د بیلو بیلو قومونو، ګاونډیو ملکونو او په سیمه او نړۍ کی د نورو هیوادونو د ګټو خبری کوې. د دولت او حکومت دننه ګوندونه یو د بل پښې وهي او حکومت یی عملاً فلجکړی دی. د دولت دی بیوسۍ میدان بهرنیانو، زمونږ ګاونډیانو او دسیمی د ملکونو لوبو ته خالي پریښې دی. داسی څوک شته چې دتیرو خونړیو لسیزو یو مهم درس دی سیاسی او جنګي ډلو ته ورسوی چې د پوځ او ټوپک په وسیله او د پردیو په زور د کلو او ښارونو په نیولو څوک په اولس حکومت نشی کولی. یا به یو بل زغمۍ، یا به دیو بل وژلو ته بهرنیان راغواړۍ.

پخپلو منځو کی په جنګ اخته اولسونه خپلی شریکی ګټی نشی پیژندلیاودهغوی د لاسته راوړلو لپاره فکر او ګډ اقدامنشی کولی.تاریخ پدی ګواه دی چې بی اتفاقه اولسونه کمزوري شوی دې او کمزوري اولسونه او ملکونه په مرګ محکوم دي. داسی څوک شته چې ملت له دی ډله ایزه مرګه او ذلته وژغوري. دا ویشلی اولس په یوه لاره روان کړی او لدی خورو ورو پرګنو یو داسی لوی قوت جوړ کړې چې هره برخه یی د بلی ملاتړه وي. داسی یو قوت چې د اسیا زړه ته نوی وینه ورکړی او د قدرت دا تشه چې ټوله اسیا یی له درده کړیږی ډکه کړی.

د افغانستان د اوسنیو جنګونو تر ټولو لوی قرباني د خلکو تر منځ متقابل اعتماد دی. په ملک کی لویه بی اعتمادی خوره ده. خلک پر یو بل او په دولت اعتماد نلری. سیاستوال او مشران پر یو بل بی اعتماده دی. سیاسی ګوندونه پر یو بل اعتماد نکوي. قومونه پر یو بل بی اعتماده شوی دی. داسی څوک شته چې د خلکو او دولت او د ورونو قومونو تر منځ دا مړ اعتماد بیرته راژوندی کړی.

هیواد اواولس د تاریخ پدی مرحله کی د دوزخ د دروازو څارونکو پرښتو ته ضرورت نلري کوم چې ډلی ډلی خلک دجهنم کنډو ته ټیل وهی. ملت د ژغورنی او نجات هغو پرښتو ته سترګی په لاره دی چې د اختلافاتو پدی ژورو زخمونو د رحمت ملهم کیږدې. د رحمت داسی پرښتې چې په مخالفو جبهو کی د دوو وژل شوو ورونو یتیمان د خوږو ورونو په څیر رانږدی کړی. په وطن کی د مخالفو جنګې جبهو د لارویانو او پلویانو د غچ په اور د رحمت او بخښنی سړی اوبه تویی کړی. ماشوم انتحاری دعلم او پوهی پداسی جامه سنبال کړي چې په راتلونکی کی د ټول اولس په زخمونو ملهم کیږدی. سیاسی ګوندونه سره داسی نږدی کړی چې هغوی د یو خپلواک، مقتدر او سوکاله افغانستان په ګټو کی د خپل قوم او توکم ګټی ووینی. او دولت دیته متوجه کړی چې خلکو ته خدمت ددوی د ټینګښت او بقا یوازینی عامل دی.

د ژغورنی او نجات د داسی یوی پرښتی د راتلو په امید

په درنښت

One thought on “داسي څوک شته/ پوهنوال دوکتور محمد یوسف سلیم ”
  1. افغانستان ته دابی وخت دیموکراسی دګټی په ځای ډیر ضرر رسولی دلته دیوڅه وخت لپاره څه چی د دیرشو کالو لباره یو داسی حکومت پکار وچی لږ یی د بی لګام او خرڅ شوی رهبران چی اوس دقومیت اوژبی پر سر خپل قومونه یی یرغمال نیولی اوسیاسی سواد پری کوی داسی خلک یی کنترول کړای وای په اوس وخت کی زه فکر نکوم چی داسی یو څوک به پیدا شی ځکه دهرچا په تندی یو ټاپه لګیدلی ده څوک یو څوک دیو جرم په نوم نه منی اوبل بیا په بل جرم ښه خبره داده چی الله ته دعا وکړو اوله هغه څخه ذات څخه کومک وغواړوترڅو داسی پرتی ناخوالی ختمی اوافغانستان بیرته هغه افغانستان شی لکه مخکی په شان چی هیچا سره تعصب موجود نه و اوټول قومونه اوملیتونه دوروڼو په شان اوسیده اوس هم داوسیدو چانس لری خو ترټولو دمخه دداسی چانس مخه دغه خرڅ شوی په نامه رهبران اوسیاسیونو نیولی ده چی ځوانان او اولسونه یی دقوم ګرایی ترسیوری لاندی یرغمال نیولی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *