تاند- ساینسپوهانو داسي کالي ډیزاین او جوړ کړي چې انسان تر صفر درجې په ټیټو اوبو کې تر ۲۴ ساعتونو پوري ژوندی ساتي.
د دغو کالو استر له یو ډول نیوپرون مادې څخه جوړ شوی چې د انسان توده سا د ده د جامو ټولو برخو ته ویشي.
دا جامې تر۱۵۰ کیلوګرامه وزن زغملی شي او انسان د هغه کوچني بالښت په وسیله، چې شا ته یې شته، پر اوبو لامبوزن یا د اوبو پر سر ساتي.
د دغو کالو مهمه او اصلي برخه هغه استر دی چې له ضربه ضد نسجونو څخه جوړ دی.
دا جامې نه یوازې د یخنۍ په وړاندې انسان ساتي بلکې په اوبو کې یې له ډوبېدو هم ژغوري.
عموماً کله چې بېړۍ په سمندرونو کې ډوبېږي او سپرلي یې اوبو ته ځان واچوي مخکې تر دې چې په اوبو کې ډوب شي، له یخنۍ مړه کېږي.
سړې اوبه په یو ساعت کې د بدن تودوښه تر لسو درجو پوري ټیټوي.