واحد ګل هاشمي|| 

داسې خلک به مو حتماً لیدلي وي چی د هغوی خوراک یوازې سبزي وي، مګر دا مو کله اوریدلي چی د سبزي خوړونکو دې ځانته کلی وي؟

د روسيې په سینټ پیټرز بورګ ښار کی د ویدا په نوم یو کلی جوړیږي  چې اوسیدونکي یې باید سبزي خوړونکي واوسي.

د دې ښار جوړولو یوازینی هدف دا دی چې د سبزي خوړونکو اشخاصو لپاره پاک، او سوتره چاپیریال رامنځته شي.

په دې کلي کې د استوګنې لپاره د جوړونکو له لوري دا شرایط وړاندې شوي چې دلته که کوم څوک استوګنه غوره کوي هغوی له دې سره سره چې غوښه به نه خوري تر څنګ به یې له سيګرټ څکولو او شرابو څښلو به هم ډډه کوي، که چاته دا شریط منظور وي د استوګنې اجازه لري او که یې نه مني په دې کلي کې ځای نه ورکول کیږي.

د دې کلي اداره کوونکي مایاپو دلیسکایا د روسیې خبري اژانس تاس ته ویلي چې د دې کلي د جوړولو یو هدف دا هم دی چی ټول وګړي به یې سره ګډ فکر او ګډ خاصیتونه ولري.

په دې کلي کې به په لومړي ځل ۲۱۰ کورنیو ته د اوسیدو زمینه مساعده شي، چې د ژوند اړینې اسانتیاوې به لري لکه، روغتون، مکتب، د سودا کولو مارکیټ او په ځانګړي ډول د سبزي پخولو رستورانونه به په کې موجود وي.

دا به په روسیه کی د خپل ډول لومړنی، او په نړۍ کې دوهم داسي کلی وي چی ټول استوګن خلک به یې سبزي خوړونکي وي

په ۲۰۱۲ م کال د هند په چنیئی ښار کې هم داسې یو کلی جوړ شوی و چې ټول وګړي یې سبزي خوړونکي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *