کړنګ شو، په سرای کې د سپیلنې د دودولو کوتی رغړېدلو، شاوخوا یې له خولې تورې اېرې بادېدې. کوچنۍ خور یې له کوټې ووته کوتی ودرېد، هلک خپه د دروازې دېوال ته تکیه وکړه په کوتي پسې یې حیران حیران کتل.
موریې لا د ګلاجان اکا له کوره نه وه راغلې.
ماشوم د نورو ورځ په پرتله نن خواشنی ښکارېدو، خور یې نېږدې ورغله، د ورور څېرې بوټونو یې خټې او خاورې نیولې وې، څنګ ته یې غلې کېناسته.
په ټېټ اواز یې وویل
– غمیه، ولې بیا په غوسه یې؟
غمی پټه خوله و.
مور یې ستړې ستومانه په دروازه را ننوته، د لاسونو ورغوي یې د صابون د قفونو له لاسه سپین او ګونځې ښکارېدل.
مور یې ټوله ورځ د ګلان جان اکا کره جامې مینځلې وې. بې کچې ستړې ښکارېده، خو ماشومانو ته یې موسکی شوه.
په لور یې غږ وکړ.
– تور پېکۍ لورې، څو چې جامې بدلوم، په ګاز ډبې خو لږ چای در سره کېږده، ټول به یې په ګډه وڅښو.
غمي په انګړ کې دیواله ته ډه ډه هلې وه، مور یې کوټې ته ننوته، د کوټې کالي یې سره ټول کړل، تورپېکۍ هم کوټې ته را غله، په لاس کې یې درې پیالې او ژېړ رنګه چای جوشه نېولې وه. چایجوشه په لوګیو ځای ځای توره وه.
مور ته یې وویل:
– دا دې مورې چای مې راوړ.
مور یې تکیه دېوال ته سمه کړه.
– لویه شې لورې، نن ډېره ستړې شوې یم، غمي ته هم غږ وکړه، هغه به هم ټوله ورځ په باران کې تېره کړې وي، چې چای وڅښو، لږ به ګرم شو.
تورپېکۍ ور غبرګه کړه.
– ادې غمی کرجن دی، پټه خوله دی، د سپېلني دودولو کوتی یې هم په انګړ کې وغورځولو، چا به څه ورته ویلي وي.
مور یې په منډه را ووته، غمي خپل سر په زنګانه اېښی و، له خپلو بوټونو یې خټې پاکولې.
مور یې غږ پرې وکړه.
– زویه ولې داسې خپه یې درځار شم؟
غمي غږ نه کولو، مور یې بوټونه له پښو واېستل، په زور یې کوټې ته بوتلو.
غمی په ژړا شو.
– مور نن ټوله ورځ باران و، څو ځله مې د هوټلي نه سکاره وغوښتل، خو لږ ورسته به بېرته اور مړ شو، نن مې یوه روپۍ کار هم نه دی کړی، بېګا ته به څه خورو؟ ډوډۍ مې هم نه دي را سره راوړې.
مور یې په سر لاس کش کړ.
– خیر دی زویه، خدای ته به صبر وکړو، د خدای به همداسې را باندې پېرزو وي. که دې پلار ژوندی وی، ولې به اوس داسې خار او زار و؟ ولې به مې په دې ځوانه ځوانۍ د بل کس مزدوري کوله؟ د ګل جان اکا لمسیان، چې وینم سهار وختي په پاکو جاموم کې مکتب ته روان شي. له زړه مې یو خدای خبر وي، له ځانه سره وایم خدایه پاکه موږ خو هم ستا بنده ګان یو، نه پوهېږو په کومه ګناه دې نیولي یو.
هر څه چوپ و، هېچا څه نه ویل، له چایه د مور غوړپ یې د کوټې سکوت مات کړ.
غمي وویل:
– مورې نور نو، سپېلنی نه دودوم، په ښار کې سپېلني دودونکي ډېر شوي، هسې هم هر څوک راته په ښه سترګه نه ګوري، بد رد راته وایي.
مور یې پوزه کش کړه، خی څه به کوو زویه؟ بله لاره شته؟
غمی یوه شېبه چپ و، سر یې را پورته کړ.
– مورې، غواړم یو سبا هم ولاړ شم. تر څو د بوټو د یوه بوتل رنګ او د یوه بورس پیسې پیداکړم. په ښار کې مې د ګڼې ګوڼې یو ډک ځای لیدلی په پیاده رو یې ډېر خلک ښکته پورته کېږي. کار به مې جوړ وي. د ورځې چې د لسو کسانو بوټونه رنګ کړم سل افغانۍ به ګټم یو بوتل رنګ مې دوه ورځې بس کېږي.
مور یې د چایو پیالې ټولې کړې. سوړ اوسېلی یې ویست.
– زویه خدای دې تاسې راته ژوندي لري. خدای به مو ساتي، چې خولې یې راکړې دي روزي به هم راکړي.
د کابل د ژوبڼ مخې ته یې درېیمه ورځ وه. ښه خوشاله و. د تمې خلاف به یې کورته هر شپه د لسو افغانیو ترکاري او ۵ ګرمې ډوډۍ وړلې. پنځوس یا شپېته افغانۍ به یې مور ته ورکولې. مور به یې ساتلې.
د غمي پر شونډو به تل موسکا وه. خو نن تر نورو ورځو هم ډېر خوښ و. په لاره د تېرېدونکي کلیوال سړي زړه ور باندې بد شوی و. بې له بوټو رنګو لو یې پنځوس افغانۍ ورکړې وې.
د سپین ږیري مامور ور سره په دې خبره لانجه وه چې نن یې باید بوټ ورته په پنځه افغانۍ رنګ کړې. ده ویلي و چې جېب کې یوازې لس افغانۍ لري په پنځو افغانیو یې باید په ښاري بس کې کورته ځان ورسوي.
غمي چې مشران یې نه شوای خپه کولای پنځګون ترې واخیست. د ژوبڼ په مخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه. د سړک په پورې غاړې د سرحدي ځواکونو د قوماندانۍ د دروازې په سر په وړه غورپه کې پولیس ګوته په ماشه ناست و.
سپین ږيري مامور غمي ته ویل:
بچیه بوټ مې ښه سم راته رنګ کړه، چې یو دوه ورځې خو کار ورکړي، غمي ورته وخندل.
– غم مه کوه، داسې به یې درته تور کړم لکه خپل ژوند. له دې خبرې سره د درنې چاودنې غږ پورته شو. په سیمه کې توره تیاره خوره شوه. هرې خواته د انسانانو د بدن غړي پراته وو. غمی د لرګي تورې صندوقچې پر سره پړمخې پروت و. په تورو لاسونو یې د سرو وینو لیکه روانه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *