سترګه

تاند- د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سنډیاګو د «کلیفورنیا پوهنتون» څېړونکو د سترګو لپاره داسې روباټیک لینز جوړ کړي چې پر سترګو کېښودل شي د سترګو په رپولو شیان زوم (لوی) کېږي.

د دې لینز په وسیله د شیانو لیدل د سترګو په حرکت کنټرولېږي؛ که سترګې رپوئ هغه شی چې ورته ګورئ درته غټ ښکاري. همداراز یې کوچنی کولی شئ.

د (نیوساینټیست) خپرونې د راپور له مخې، د دې لینز د جوړوونکې ډلې د مشر شینګکیانګ کای (Shengqian Cai) په وینا حتي که ویده هم یوو، د سترګو د حرکت له کبله رامنځته شوي سیګنالونه کار کوي.

د ښاغلي کای په وینا، د دې لینز په وسیله ډېر داسې کسان، چې کله په سترګو یو شی نه شي لیدلی، په سترګو رپ کې یې لیدلی شي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو وختونو کې دې ته له ورته تکنالوژیو څخه په کار اخیستو د سترګو په لینز عکسونه واخلو او ویدو ثبت کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *