تاند- په امریکا کې څېړونکو یو داسې پروجیکټر جوړ کړی چې د انسان د بدن غړي د هغه پر پوستکي ښيي.

د البرتا پوهنتون څېړونکي وايي، دا پروجیکټر د انسان د پوستکي لاندې د هغه هډوکي او نور غړي داسې ښيي لکه چې هیڅ پوستکی ونه لري.

دا پروجیکټر (ProjectDR) نومېږي او لا په تجربوي پړاو کې دی.

دا ټکنالوژي د بدن داخلي برخې د پخوانیو وسایلو خلاف ډېرې واضیح ښيي.

۳ بعدي سي ټي سکن یا ایم آر آی هم د بدن داخل ښيي خو دا پروجیکټر تر دغو دوو ټکنالوژیو د انسان د بدن منځ روڼ ښيي.

په دې پروجیکټر کې ماورای بنفش کمرې نصب دي چې د بدن پر مهمو برخو اېښودل کېږي او ورڅخه عکس اخلي.

ډي ار پروجیکټر سږې، د وینو رګونه او نور غړي جلا جلا ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *