د امریکا د ستنفورډ پوهنتون څېړونکي وايي، بالاخره یې د زوکام د مخنیوي لاره وموندله.
د سکای نیوز د راپور له مخې، څېړونکي وايي، د انسان له حجرو څخه د یو ډول انزایمونو د لېرې کولو په نتیجه کې د زوکام په ویروسو د انسان د اخته کېدو مخه نیول کېدای شي.
په سان دیاګو کې د ستنفورد پوهنتون د څېړونکو په وینا د زوکام د مخنیوي لپاره پکار ده چې د انسان د بدن په حجرو کې یو ډول پروتین په موقتي ډول غیرفعال کړل شي.
زوکام په نړۍ کې تر ټولو زیاته ساري یا خپرېدونکې ناروغي ده. ډېر خلک په دې خاطر په زوکام اخته کېږي چې د زوکام ویروس له جنیټیکي پلوه د ژر خپرېدو وړتیا لري او د درملو په وړاندې ژر مقاومت ښيي.
په همدې لړ کې ساینسپوهانو یو ډول درمل تجربه کړي چې د ځینو ویروسونو په وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي.
امریکايي متخصصان وايي چې ځینې ویروسونه په هغو حجرو کې، چې (SETD 3) انزایم یې غیرفعال شوی وي، سرایت نه شي کولی.
دوی دا تجربه پر موږکانو کړې او وايي چې هماغسې نتیجه یې ترلاسه کړې چې دوی تمه لرله.
حاضردمه په امریکا او ګڼو نورو لوېئدیځو هیوادونو کې د زکام په وړاندې خلک ځانونه واکسین کوي خو زکام ډېر ډولونه لري او موجود واکسینونه په قطعي ډول د زکام مخه نه نیسي.
په لاندې ویدیو کې د زکام پر واکسین او په دې برخه کې پر شویو پرمختګونو د ستانفورد پوهنتون له یوې څېړونکې سره خبرې شوي دي.