محمد هلال سمسور|  

د امریکا حکومت که څه هم په افغانستان او سیمه کې خپل اهدف لري او همغو ته ژمن دي خو داسې ښکاري، چې د افغانستان له موجوده حکومت او ولسمشر سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې کېدای شي، چې تر ډېره د افغانستان ګټو ته د امریکا په اهدافو کې ځای ورکړي. ضرور ده، چې دا به د افغانستان په ګټه وي.

که څه هم د سولې شورا جوړه او لګښتونه ورباندې کېږي خو داسې ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره د هغه ډول سولې خبرو ته زړه نه ښه کوي چې طالبان یې هیله لري، نو کېدای شي چې د افغانستان جګړه همداسې دوام ومومي ترڅو چې طالبان پاشل شوي نه وي او پاکستان یې له ملاتړه لاس نه وي اخیستی.

داسې ښکاري، چې که د سولې خبرې ونه شي او حکومت لږ نور هم تکړه شي او زیربنايي پروژو ته مخه کړي او د افغانستان د حکومتي نظام جوړولو ته زور ورکړي ښايي چې نه یوزاې د طالبانو پر ضد به د کلیوالیو سیمو بدبیني همدومره ډېره شي لکه په ښاري سیمو کې چې ده بلکې ښايي چې زورواکان او جنګسالاران هم اړ شي چې په د ځان د ملاتړ لپاره په کرایه خلک ونیسي.

داسې ښکاري چې د پارلمان ډېری وکیلان، پخواني مجاهدین، زورواکي او د واک تږي په ټوله پیمانه هڅه کوي، چې د حکومت پر وړاندې خنډونه راپورته کړي خو وس یې نه رسېږي او ددې ټولو توطئو او ستونزو حل یوازې او یوازې دا دی چې حکومت عام المنفعه پروژې ډېرې کړي او وزیران او والیان تکړه شي او پلان شوي کارونه ترسره کړي.

داسې ښکاري چې حکومت ته ایله اوس اوس فرصت برابر شوی، چې لویې لویې پروژې په لار واچوي، پلانونه یې جوړ کړي او ژر یې په عملي کولو لاس پورې کړي. ځکه خو لازمه ده چې دا ځینې وزراتونه لکه د ترانسپورت، د کانونو، د کډوالو، کار او ټولنیزو چارو، دپوهنې او داسې نور لږ ځان و ښوروي او خپل اړونده مسؤولیتونه ادا کړي.

که ټول وزارتونه د کرهڼې، ښار جوړولو، د کلیو پراختیا، اوبو او برېښنا او فواید عامه په څېر ځان ته ټکان ورکړي لرې نه ده چې په هېواد کې ډېرې پروژې پیل شي او په دې سره ډېرو خلکو د کار فرصت برابر شي.

که حکومت غواړي چې نه یوازې په طالبانو بلکې په حکومت کې د ننه او بهر مافیايي کړیو برلاسی شي نو پروژې دې ډېرې کړي او د تدارکاتو کمیسیون باید په اونۍ کې یوه نه بلکې دوې ناستې وکړي.
په پای کې داسې ښکاري چې طالبان نور په افغانستان کې د زوال په لور روان دي ځکه چې په تېرو کلونو کې له افغان وژلو پرته نور هېڅ لاس ته راوړنه نه لري. بلکې چېرې چې طالب دی هلته د خیر او ابادۍ درک نه نشته نو عام خلک نن دی او که سبا خپله چوپتیا به ماتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *