تاند- د امریکا پوځي چارواکي خبر ورکوي چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د پاکستان د خاورې دننه په نښه شوی دی.
امریکایي چارواکو وویل چې دا حمله د شنبې په ورځ تر مازدیګر لږ مخکې د پاکستان د خاورې دننه وشوه او احتمالا ملا منصور ووژل شو. د امریکایي پوځي چارواکو په وینا دا برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر وروسته تر دې ترسره شو چې استخباراتي معلومات د ملا منصور د ځای په باره کې ترلاسه شول.
د امریکا دفاع وزارت وایي چې ملا منصور د افغانستان پولې ته نژدې په یوه ښارګوټي کې په داسې حال کې وویشتل شو چې په موټر کې یو بل کس هم ورسره و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي، خو که چیرته د ملا منصور د وژل کیدو خبر تایید شي په خپل منځ کې دوه ډلي شوي طالبان به ښایي په نورو ډلو وویشل شي.
امریکا د څلور اړخیزې غوندې پر مهال ژمنه کړې وه که چیرته د طالبانو کومه ډله د سولې له خبرو سره یوځای نه شي د هغې پر ضد به پوځي اقدام وشي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د خپل مشر د وژل کېدو خبرونه رد کړي نه دي. د افغانستان د حکومت سرچینې هم د منصور وژل کېدا تاییدوي او وايي چې نن به حکومت په دې اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.
رویټرز خبري اژانس د چارو د کتونکو په قول وايي چې د منصور وژل کېدا د طالبانو په منځ کې درز نور هم زیاتولی شي.
د ملا عمر د مړینې له تایید کېدو وروسته د منصور پر سر طالبان سره ووېشل شول او اوس احتمال شته چې یو وار بیا په دې دله کې نور انشعاب راشي.
چې راکټ يې توغول د افغان کورته
اوس هغه را کټ دده په لور ګزار شو
خدای وهیڅ چاته له عدله نه تیریږي
دمنصور هم د الله دربارته وار شو
که پوښتنه د راتلونکې ترینه پوښتئ
منصور ولاړئ په دوزخ کې نور ایسار شو