زه بخت محمد صافی په هند کې دافغانان او له هغې ډلې د ډیرو زده کونکو په نمیاندګی تا ته په دغه څوکۍ باندې دزړه له کومي مبارکي وایو ، په دی امید چې په خپله وظیفه او چوکۍ به د نړۍ دسترمفکر ترمشرتابه لاندې دبریو په لورورمخه شی. زه دیوافغان په توګه دا څوکاله دلته له افغانانو سره په تماس کې یم ، په خپله مې دلته درس ویلي اودلته مې واده کړې ، اودلته له خپل کهول سره ژوند کوم . کله کله د افغان سفارت په پورګرامو کې هم برخه اخلم ، له زرګونو محصلینوسره هم تړاو لرم چې ددغه تړاو دلګرمي هم دافغانستان یوه رښتینې بچې ډیرډیرمحترم استادعبدالخالق رشید را ترزیق کړه ، چې تراوسه په دغه بی سرا پا اندیا کې پرې پایم . محترمه ، پوره څوکاله شول ، له کله چې استاد عبدالخالق صاحب ترتا دمخه وزیر ته استعفی ورکړه او په ډآګه یې غوښتنه ترې وکړه چې که په هندکې له ده سره په فرهنګی برخه کې مرسته لکه عالیجناب خرم صاحب چې کوله ونه کړي ، دا به زموږ ددغه لرغوني هیواد سره لویه جفا وي ، هغه وزیر ترهغه وخته چې دلته سفیر و ، هرڅه یې ورسره منل خو چې وزیرشو ، بیا دهغه خبره نه اوریده او نه یې همکاري ورسره کوله ، بیرته یې خپلې استادۍ ته ورمخه کړه ، کززي صاحب دی خدای برقرار لري ، هغه او طرزی صاحب سفیر هغه ته دمحصلنو برخه وروسپارله ، خو رهین صاحب یو قیمارباز چې ټول دهلی یي پیزنې د استاد رشیدخان پرځای راولیږه ، هغه خو طرزی پسې واخیست ، ځکه چې نه یې فرهنګ درلود او نه پرې پوهیده ، له هغه وروسته یې یو بل زوړ بوډا رالیږلي چې له سرتورولو پرته نه په ښه پوهیږي اونه هم د دوو خرو شوتله ویشلی شي ، يه ژبه نه پوهیږي ، لیکنه نه شي کولای ، دری کاله شول چې د سفارت له انګړه دباندې نه دی وتلی ، هرڅه چې وو ، هغه هم رشیدخان ترسره کول چې په ټول هندوستان کې قسم په خپل خدای درته کوم چې عام خلک خو څه کوې چې دهندوانو خدایان یي هم پیژني ، داسې زیارت ، تاریخی کنده او کڼدواله په هندکې له ده نالیدلی او نالوستی پاتې نه شوه . اوس یوه بله درته کوم ، زه د ماسترۍ محصل یم ، تیره میاشت یو استاد دنده راکړه چې دافغانستان پولیتکس او یا هستری په اړه یوکنفرانس ورکړم ، افغان سفارت خاني ته ولاړم ،خو یو څوک مې پیدا نه کړل ، چې له ما سره یې دیوه داسې افغان په حیثیت چې له افغاني کلچره لږ او ډیر خبروي مرسته وکړي ، په دروازه کې یې یو مشوره راکړه چې کولتوری آتشه سره وګورم ، هغه مې ولید یو ماخذ یې راکړه چې هغه انترنیت و ، په داسې حال کې چې ما په تیره کالو کې د استا دعبدالخالق په وخت کې دا ستونزه نه درلوده . دا اوس په ټول هند وستان دافغانی محصلینو ستونزه ده ، موږ ته استادان او دپوهنتونو مسولین وایی چې تاسې فرهنګی مسول نه لرې چې موږ یې دعوت کړو دلته راشي اوخپل افغانی زده کونکو ته دخپل تاریخ او فرهنګ په باره کې لکچرونه ورکړي ؟ موږ حیران پاتې کیږو ، چې اوس دغو خلکوته څه ځواب ووایو ؟ په استاد پسې نهرو پوهنتون ته لاړم ، هلته هم چا راته وویل چې یوه میاشت وروسته راځي ، پوهنتون اوس ورته دکور په لټه کې دی ، په لاره کې مې له ځان سره سوچ واهه چې موږ خپل پوهان له وطنه او له دندې شړو او نور ورته د کور برابرولو او دفتر جوړولو تیاري نیسې … داچې ډیر درد راغلي نو مجبورشوم ، دغه لیک مي ستا په نامه محترم وزیر صاحب ولیکه ، زه پوهیږم چې استاد رشید به را باندې وقاریږي خو دومره درته لیکم چې هغه یوازی افغان دی چې هندوستان ته یې افغانستان په رښتینې توګه معرفی کړی دی ، یوځل مې همدغه خبره استاد هیوادمل ته کړې وه ، هغه ډیره ښه خبره راته وکړه چې استاد رشید یوازې استاد نه دی بلکې هغه دافغانستان فرهنګی سفیر دی . زه دیوه محصل په توګه له ستاسې محترم وزیرصاحبه هیله کوم چې لوی مفکر صاحبه ته هم ووایې چې په هند کې استاد عبدالخالق رشید شته والی ډیرضرورت دی ، که هغه راولیږئ او یا دهغه په شان یو فعال سړی چې فقط دسرتورولو او قیماروهلو لپاره مساعد وي راونه لیږی . درونه جهانی صاحب ، ما خپل درد تا ته ووایه نور نوستاسې خوشه چې له خپل فرنګ او ملت افغانستان سره مرسته کوي که نه . لوی خدای مو مل شه بخت محمد صافی په اندیا ډهلي کې زده کونکي
