په افغانستان کې د تېرو او روانې جګړې طرحې او د مدیریت تګلارې په اسلام اباد او واشنګټن ډي سي کې جوړېدې او اوس هم روانه جګړه له همدغو دوو له لوري رهبري کېږي.

دغه دوه هېواده له کلونو راهیسې افغانستان ته ښه نیت نه لري او یوازې د دیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دوستۍ او همکارۍ د تمثيل چېغي وهي، خو نور يې تر کاسې لاندې نیمه کاسه ده.

دوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افغان انسان له ډېرو بشري حقونو محروم کړ او لا هم دغه له شیطانت او رذالت ډکه تګلار تعقیبوي چې د خلکو د وژنې پروسه يې په یوه او بل نامه دومداره ساتلې ده.

 په ظاهرً د افغانسان خواخوږو او په اراده کې دښمن دغه هېوادونه د افغانستان په زخم د مرهم پټۍ نه ده اېښې؛ بلکې په دغو زخمونو يې مالګې دووړولي دي.

پاکستان او امریکا د افغانستان د تباهۍ لپاره پخې تجربې لري او دا تجربې يې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د شتون پر مهال ښه وازمویلې، هغه وخت دوی افغان کډوال د روسي ځواکونو د ځپلو لپاره تحریک کړل او تر شا يې ودرېدل. که څه هم افغان مجاهدینو د جهاد سپېڅلې فریضه ادا کړه او دا يې دیني مسوولیت هم وو، خو دوی بېرته دومره ناپوه شول چې امریکا او پاکستان يې د روسيې په ځپلو کې د دوی له احساساتو کټه واخیستله، خو دوی پخپلو کې دواک پر سر سره وران شول او خپل وطن يې په یوې داسې کنډوله بدل کړ چې نښې نښانې يې اوس هم د کابل په دېوالونو پاتې دي.

امریکا او پاکستان تل د ځینو جاهلو ډلو څخه د ستراتیژيکې شتمنۍ کار اخېستی او د دوی د مټ په زور يې خپل اهداف په افغانستان او سیمه کې تعقیب کړي دي.

 

د دوی دا ستراتیژیکه شتمني پخوا د افغان مجاهدینو په نامه دوی تمویلوله، ورپسې يې د طالب په نامه دلته دومداره جګړه پیل کړه او اوس چې د طالب نوم په کلیشه بدل شوی او په عوامو کې ورسره کرکه او کېنه زیاته شوه، دا لوبه به اوس د داعش په نامه خدای خبره چې څومره کلونه دوام وکړي!

داعش ډلې لومړی ځل په عراق کې تر هغې وروسته چې امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووتل فعالیت پیل کړ او په لومړي ځل يې په عراق کې هغه سیمي هدف کړې چې هلته د تېلو پراخې زیرمې موجودې وې.

امریکا چې منځني ختیځ کې د کومو موخو لپاره جګړه وکړه او هدف يې ترلاسه نه کړای شو، نو نه يې غوښتل پرته له دې چې خپلو موخو ته ونه رسېږي او جګړه پای ومومي، نو د خپلو ارزوګانو د پوره کولو لپاره يې له عراقه خپل ځواکونه وایستل او د داعش د افراطي ډلې په نامه يې جګړه وغځوله.

په افغانستان کې هم له امریکا سره ورته کانه وشوه، په تېرو کلونو کې يې زرګونه سرتېري ووژل شول، سلګونه تري تم شول، سلګونه رواني ناروغان شول، میلیاردونه ډالر يې مصرف شول، د افغان جګړې پر سر د امریکا د سیاسیونو تر منځ په ګانګرس کې اختلافات رامنځته شول او د دې ترڅنګ ددې جګړې د تمویل د بودجې پر سر اوس هم په امریکا کې د حاکم ګوند (دیموکراتان) او جمهوري غوښتونکو ترمنځ کشمکش او اختلاف موجود دی.

امریکا له اوږدې جګړې وروسته هغه هدف چې له افغان جګړې يې لاره ورته ونه رسېده، دا چې میلیادونو ډالر تاوان يې وکړ او هدف يې ترلاسه نه کړای شو، نو د جګړې د تګلارې د بدلولو په فکر کې شوه.

له افغان جګړې د امریکا ستره موخه په سیمه کې د پراخ نفوذ درلودل او ترڅنګ يې د چین ناامنه کول چې اوسمهال په نړۍ کې ستر اقتصادي قدرت دی او د اټکلونو له مخې ښايي په نږدې کلونو کې امریکا هم تر شا پرېږدي او د نړۍ سوپر طاقت شي.

امریکا چې د پاکستان په خاصه همکارۍ د پاکستان په غېږ کې د افغان جګړې د دوام لپاره کومه بشري قوه د طالب په نامه تولیدوله او اوس يې نوم پیکه او کلیشه شو، نو د همدغې بشري قوې نوم يې هغه کېښود چې په عراق کې يې د خپلو موخو د تعقیب لپاره رامنځته کړه.

دا ډله داعش (د عراق او شام اسلامي دولت) ده چې د امریکا پراخ مالي ملاتړ لري او د ابوبکر البعداي په نامه یو کس خپل رهبر (خلیفه) ګڼي.

په افغانستان کې د دې ډلې د شتون په اړه څو میاشتې له مخه افغان چاروکي سره یوه خوله نه وو او ځینو يې شتون هسې سیاسي پروپاګڼد باله، خو کله چې دې ډلې په ختیځو ولایتونو کې خپل حضور څرګند کړ او په څو سیمو کې يې خلک وګواښل، نو افغان دولت يې شتون او فعالیت دواړه تایید کړل.

دې ډلې په لومړي ګام کې د ننګرهار په څلور ولسوالیو کوټ، بټي کوټ، غني خېل او خوږیاڼیو کې کم ساری فعالیت پیل کړ او لومړی يې په طالبانو راباندې کړه او دوی يې د پاکستان د استخباراتي ادارې جاسوسان یاد کړل. داعشیانو د طالبانو وژل روا وګڼل. دغه راز په مشرانو  جرګه کې د ننګرهار وکیلان د داعش شتون د ننګرهار په ۱۶ ولسوالیو کې تاییدوي.

اوسمهال دې ډلې د خپلو فعالیتونو په سیمو کې قومي مخور ګواښلي دي، په نشه يي توکي يې بند کړي او دغه راز يې پرته له شرعي عذر څخه د ښځو په بېرون ګرځېدو هم بندیز لګولی دی.

داعش چې طالبان د پاکستان جاسوسان بولي او د دوی په وژلو يې لاس پوری کړی، دا مهال د دواړو لوریو ترمنځ پراخې نښتې شوي چې یو بل ته د مرګ ژوبلې ادعاوې کوي. د داعش او طالبانو ترمنځ په دا تازه نښته کې چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوې ده له دواړو لوریو ۱۹ تنه وژل شوي دي.

دغه ډله چې د  CIA, ISI له پراخ ملاتړه برخمنه ده، نو لرې نه ده چې له پرمختللو وسلو او ان هوايي ځواکه به هم برخمنه شي او اوس هم ده چې ښه بېلګه يې د بې پلوټه تازه بریدونه دي چې په ختیځ کې طالبان په نښه کوي.

د شنونکو په باور  چې د دې ډلې کړنلاره په افغانستان کې جوته ده،  پرته له داعشیانو څخه د بل هر چا د مال او ناموس لوټل او د وینې تویول جواز لري، د طالب پر وړاندې کلکه مبارزه او دشمني کول، په خپل وجود کې د افراطي وحشت د روحیې خلق کول، د واقعي اسلامي عقیدي ترک کول او  د هېواد د تاریخي ارزښتونو او سپېڅلو مقدساتو له مینځه وړل د دې ډلې کړنلاره ده.

د چنګاښ په شپږمه د افغانستان د امنیتي سکتور جګپوړي چارواکي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ورغوښتل شوي وو، په دغو جګپوړو غړو کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبيل د ولسي جرګې وکیلانو ته چې د داعش ډلې په اړه يې هغه ته خپلې اندېښنې وړاندې کړې، نبيل يې په ځواب کې وویل:« له داعش سره د مبارزې په برخه کې يو لوى پروګرام طرحه شوى دى.» خو نوموړي، د محرميت له امله د ډېرو جزيياتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.

افغان حکومت ته چې تر دې مخکې یوازې طالب ګواښ او سرخوږی و، اوس دواړه ډلې جدي ګواښ او سرخوږی دي او د ځپلو لپاره يې پر یوې داسې طرحې کار پکار دی چې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې ډول د روسيې او چین قوي ملاتړ پکې موجود وي.

که د سیمې دغه دوه غښتلي هېوادونه د داعش د ځپلو لپاره قرباني ور نه کړي، نو ډېر ژر به دوی هم د دې ډلې د بل کړي اور خوراک شي.

 

 

One thought on “داعش؛ د طالبانو او مجاهدینو تکرارېدونکې سناریو/ ولي خان”
  1. ښاغلپای ولی خان دامسله ډیره پخوانی مسله ده اوټول افغانان خصوصا رسیدلی قشر پدی مسله باندی ډیرښه پوهیږی زما په شخصی که تاسی کولی شی دنوی عصر سیاستونه اوستراتیژی اودپاکستان بزدلانه سیاستونه دغه ولسونوته تشریح کړی
    زما په نظر په اوس وخت کی پاکستان غواړی دداعش نه په استفادی سره په ننګرهار اوکونړ ولایتونو خپله هغه مخالفه ډله چی
    دټی ټی پی په نوم یادیږی پدغوولایتونو کی له منځه یوسی ځکه چی پاکستان ادعا لری چی ملا فضل الله چی دټی ټی پی یاتحریک طالبان پاکستان مشر دی په کونړ اوننګرهار کی فعالیت لری نوددی موقع نه په استفادی سره دوی غواړی چی دغه ډله دداعش نه په استفادی سره دلته وټکوی
    په ټوله کی نظردادی چی امریکا غواړی دعربی ممالکوسره ځان مصروفه کړی اودوی خپل حضورله افغانستانه ټولوی نوپدی صورت کی پاکستان دهندوستان په مقابل کی یواځی پاتی کیږی امریکا عربی مملکتونو مصروفه کیږی بلوچان ازادی غواړی نو زما په اند چی پاکستان به له ۲۰۱۷ کال نه وروسته ډیرمشکلات ووینی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *