30داعش په افغانستان کې د یو خطر په ډول منلی شو، خو د دې ډلې جنګیالي، د فعالیت ساحه او امکانات محدود دي چې نه شي کولی ټول افغانستان کې فعالیت وکړي، افغان ځواکونو د دې ډلې د ځپلو لپاره پوره پلانونه نیولي او ختیځو ولایتونو ننګرهار کې یې له منځه وړې ده.

کله چې دا ډله د ننګرهار شینوارو کې وارخطا شوه او زیات مشهور قومندانان یې ووژل شول، دې ډلې د کونړ غرونو ته مخه کړې او هلته هم تر بریدونو لاندې دي.

داعش ډله هڅه کوي لویو ښارونو کې مرکزونه جوړ کړي په اسانۍ وکولای شي ځانمرګي بریدونه وکړي او ښارونو کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

تاسو ولیدل چې د جلال اباد او کابل ښارونو کې د دې ډلې مهم مرکزونه په نښه او له منځه یوړل شول، خو دا ډله بیا هم کله کله په یو نیم برید بریالي کیږي چې ترسره یې کړي.

داعش ډله جبهه یې جګړه نه شي کولی، امکانات هم نه لري، دا ډله بیا د نورو ترهګرو ډلو پورې نسبتا وحشي ده او هر ځای چې زیات کسان راټول وي، همغه ځای باندې برید کوي، هدف دا نه وي چې څوک ووژل شي، بلکي د دوی هدف دا وي چې څومره ډير کسان ووژني.

د افغانستان د ملي امنیت شورا داعش وسله واله ډله په افغانستان کې د یوه تاکتیکي خطر په توګه مطرح ډله ګڼي، خو وایي چې دا ډله هغه مهال په ستراتیژیک خطر بدلیدای شي چې په دې هېواد کې ریښې پیدا کړي.

داعش ډله په افغانستان کې څومره لوی ګواښ دی او ایا دا ډله کولی شي چې د وسله والو طالبانو ځای ونیسي؟

امنیت شورا د سه شنبې ورځې ویلي، داعش د یوې ترهګریزې او ورانکارې ډلې په توګه په افغانستان کې د تاکتیکي خطر په توګه مطرح ده بې له شکه، خو هغه مهال په ستراتیژیک خطر بدلیدای شي چې په افغانستان کې ریښې پیدا کړي او یا داسې کېږي چې د ځینو بدلونونو له کبله خواخوږي پیدا کړي، یا تړونونه او اتحاد کوي.

تر ډېره دغې ډلې ته د غیر افغاني پدیدې او داسې ایډیالوژۍ په سترګه کتل کېږي چې د افغانستان د حکومت په باور، له بهره افغانستان ته راغلې او د دې هېواد د خلکو ترمنځ پراخ نفوذ نه لري.

خو هغه خواخوږي څوک دي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یې یادونه کوي او اندېښنه ښیي چې له هغو سره په یوځای کېدو به داعش ډله په افغانستان کې پراخه شي.

د طالبانو یو شمېر جنګیالیو له دې ډلې سره لاس یو کړی، امکانات ورته برابروي او جنګي بریدونو کې همکاري ورسره کوي چې هدف ته یې ورسوي، ځکه د دې ډلې جنګیالي نسبتا طالبانو ته خطرناک یادیږي چې کم عمره ځوانان دي او په کاذبو تبلیغاتو تېر ایستل شوی دي.

په طالبانو کې اختلاف شته، د سولې د مذاکراتو په برخه کې، داسې ګونګسې هم شته چې د طالبانو ځیني مهمې برخې په دې هڅه کې دي چې که چېرې (د امریکا او طالبانو ترمنځ) داسې کوم تړون کېږي چې دوی ولاړ شي د داعش لوري ته، جدي اندېښنې شته، نو له همدې کبله افغان دولت ډېر په احتیاط حساب شوی او پلان شوی د سولې پر لور ګام اخلي او ټولې خواوې ارزوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په خپل یوه راپور کې راخيستې او وایي چې واشنګټن هیله لري چې طالبان له داعش وسله والو سره د نورو کسانو د یوځای کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ReplyReply allForward

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *