تاند، جمعه، د دلوې ۴مه:د داعش ډلې یو نیول شوي مفتي د عراق قضایي شورا ته اعتراف کړی چې سعودي عربستان د جوماتونو او زیارتونو د ړنګولو په اړه دوی ته د فتواګانو او بمونو پیسې ورکولې.

شفاء النعمة چې د ابو عبدالباري په نوم هم مشهور دی وایي، د یونس علیه السلام د مبارک زیارت د نړولو فتوا هم ده ورکړې وه.

نوموړی په ۱۹۸۴م کال کې د مدینې منورې له اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوی وهابي دی چې د اماراتو په عجمان ښار کې یې د مدرسه الراشدین په نامه مدرسه کې هم زدهکړې ترسره کړې دي.

نوموړي ویلي، وروسته یې د جیش المجاهدین، جیش الاسلام او جیش محمد ډلو کې فعالیتونه ترسره او د حکومت د ملاتړو وګړو د وژلو فتواوې یې ورکولې: (( په ۲۰۰۷م کال کې د حج او عمرې لپاره ولاړم مکه کې مې برتانوي الاصله سعودي ابومصطفی النجماوي سره وکتل او هغه ته مې په موصل کې د خپلو ترلاس لاندې پروګرامونو تشریح وکړه چې نوموړي ورته ۶ زره ډالره د خرچې په توګه راکړل.))

نوموړی زیاتوي: (( همغه کال بیا سعودي ته لاړم او پخواني ملګري مې د   شیخ عبدالله الغنیمان په نوم یوه بل سعودي شیخ سره ملګری کړم او له هغه  هم راته څلورزره ډالر د همدې موخو لپاره راکړل.))

شفاء النعمة وایي، چې د ځانګړو پوځي روزنځایونو د مشري ترڅنګ یې پراخ تبلیغاتي کمپاین هم مخته ووړ او د ټولو هغو کسانو پرضد یې د مرګ فتواوې صادرولې چې د اسلامي دولت یا داعش ضد مفکوره یې درلودله.

هغه وایی،  په وروستیو کې یې د موصل د ځینو جوماتونو د الوزولو او د یو شمیر زیارتونو د لمنځه وړلو فتوا هم ورکړه چې له ډلې یې یو هم د حضرت یونس علیه السلام مقبره وه.

نوموړي دغه راز ویلي دي چې موخه یې ظاهراً د هغو کسانو له منځه وړل وه چې د امریکایانو ملاتړ له ځانه سره لري  خو دا یې نه دي ویلي چې آیا له امریکایي لوري سره یې هم اړیکې درلودې کنه.

دغه داعشی مفتي چې د زرګونو کسانو د سرپریکولو فتوا یې ورکړې  ۱۳۶کیلو وزن لري، چې د قضا دیوان د وړلو لپاره په ډاټسن موټر کینول شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *