داعش یزدي نجونې او ښځې افغانستان او پاکستان ته هم وړي دي

تاند- په عراق کې د یزدي مېشت ښار سنجار ښاروال وايي، د اسلامي دولت یا داعش له لوري د ۲۰۱۴ کال په اګست کې په لسګونو برمته شوې یزدۍ نجونې د افغانستان، پاکستان، لیبیا او چیچنیا په شمول بېلابېلو هیوادونو او سیمو ته د جنګي غنیمت په توګه وړل شوي دي.

میهما خلیل رسنیو ته وویل چې د دوی معلومات د ګڼو خوشي شویو یزدي نجونو د مرکو پر اساس دي. د ده په وینا یو شمېر یزدۍ نجونې او ښځې د پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.

خلیل وویل:«لا نه شو ویلی چې دا نجوني څرنګه له عراق یا سوریې بهر ته وړل شوي، خو موږ باور لرو چې د مځکې له لارې یې بهر ته په قاچاق وړي دي.»

ده دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو تراوسه پوري په دې اړه تحقیقات نه دي کړي.

د سنجار ښاروال وویل چې اکثره نجونې لومړی نژدې ښارونو موصل او تل عفر ته وړل شوي او بیا ژر د سوریې هغو سیمو ته بېول شوي چې داعش پکې زیات تسلط لري.

خلیل زیاته کړه:«له ډېرو برمته شویو نجونو سره لا هم خپل موبایل ټېلفونونه شته، د خپلو کورنیو له غړیو سره خبرې کوي او ورته وايي د خلاصون لپاره برمته ګرو ته پیسې ورکړي.»

د حکومت د هغه کمیسیون په وینا، چې د یزدي نجونو او ښځو د موندنې او خلاصون لپاره جوړ شوی دی، له ۶۲۵۵ یرغمل شویو یزدیانو څخه ۳۸۷۸ تنه لا هم د داعش یا اسلامي دولت په لاس کې دي. د دغو کسانو په منځ کې نژدې ۱۸۰۰ ماشومانې او نجونې دي.

د عراقي کوردستان (کردستان) د سیمه ییز حکومت له لوري د ټاکل شوي کمیسیون مشر حسین کورو وویل:«موږ د ډېرو قربانیانو د خلاصون لپاره داعش ته پیسې ورکړي، په تېره بیا کله چې پوره ډاډه شوي یوو چې په پیسو خلاصېږي. خو په هغو مواردو کې چې د برمته شوې نجلۍ پر خلاصون مو شک کړی، پیسې مو نه دي ورکړي.»

د سینجار د یوه ۷۵ کلن یزدي اوسېدونکي، چې خودیدا میستو نومېږي، د مېرمنې، درو لوڼو او زوی په شمول د کورنۍ ټول غړي د ۲۰۱۴ م کال په اکست کې داعشیانو برمته کړي او له هماغه وخته یې بیا نه دي لیدلي.

میستو وايي:«دوی له ما څخه د مشرې لور، چې اوس په سوریه کې ده، د خلاصون په بدل کې ۱۵ زره ډالر وغوښتل.»

داعش او نورې سخت دریځې ډلې باور لري چې د غیر مسلمان له ښځو او نجونو څخه باید د مینځو کار واخیستل شي. دوی په عراق او سوریه کې د خپلو جنسي غریزو د سړولو لپاره د منیځو د خرڅلاو بازارونه هم جوړ کړي دي.

2 thoughts on “داعشیانو د یزدیانو نجونې افغانستان او پاکستان ته هم وړي”
  1. salam tolo afghananota!

    ka chere da eda rehtya wi no afghanano ta aw afghan hokomat ta pokar da che pa de khabar ke malomat wakri aw da becharagan la de wahshayano na wazghori. zmoz hewadwalo ta aw hokomat ta bayad che da wazi shi cha da kasan pa afghanistan ke shta aw kan na?.

  2. نړ کار کړیدی چې دکافر له ښخو څخه وینځي جوړې دي
    او داخبره مطلق درواغ دي نورو ملکونو افغانستان پاکستان ته راړوي دوی دومره لاره نه لري دارالکفر څخه مسلمانانې ښخې خلافت اسلامي شام ته ولرشی بیا وینځي یو هیواد ته لیږل درواغ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *