تاند- د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش د سختدریځې وسله والې ډلې غړیو نن د اچین ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بریدونه پیل کړي دي.
چارواکي وايي چې دا بریدونه، چې سهار وختي پیل شوي وو، د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري دوام لري.
دوی ونه ویل چې په دې حملو کې امنیتي ځواکونو یا یرغلګرو داعشیانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتي دي.
په همدې حال کې د داعش سرچینو ادعا کړې چې د افغانستان دوې سرحدي پوستې یې نیولي او پر نورو یې جګړه روانه ده.
په ننګرهار کې د داعش اکثره جنګېدونکي غړي د پاکستان اتباع دي.
د داعش پر ضد د حکومت له لوري د اقدام نه کولو په خاطر د خلکو په شکایتونو او انتقادونو پسې د افغانستان ولسمشر په وروستیو کې وویل چې په ننګرهار کې به د داعش پر ضد جدي او عملي اقدامات وشي.