تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: داعش ډلې د هرات په سویلي ولسوالیو کې د شبنامو او اعلامیې په خپرولو سره ویلي، طالبان د یهودو او عیسویانو معامله ګر ملګري دي او په خپلو صفونو کې یې د طالب وسله والو په جذب بندیز لګولی دی.
په دې شبنامو کې طالبان د ایران، چین، پاکستان او روسیې لاسپوڅي بلل شوي او وايي، دا ډله د یهودو په دروازو د معاملو کچکول ګرځوي، خو زیاتوي که طالبان مسلمانان وای له یهودو او نصاراو سره به یې معاملې نه کولی.
په دې شبنامو چې د داعش د نوي خراسان څانګې د مشر ابوعمر خراساني نوم ذکر شوی دی، په شینډنډ، هرات، کشک رباط سنګي، کشک کهنه او فارسي ولسوالیو کې وېشل شوې دي.
تاند ته د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم د ټلیفون پر لیکه د داعشیانو د شبنامو خبره تایید کړه او ویې ویل، چې داعشیانو په خپلو شبنامو کې طالبان د دولت اسلامي د بدنامولو په لټه کې بللي او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې د طالبانو جنګیالیو باندې باور ونکړي نه هم بیعت ترې واخلي.
ښاغلی فرهاد وايي، د داعشیانو لخوا په ولسوالیو کې خپرو شویو شبنامو کې راغلي چې طالبان دوی سره د مادي امتیازاتو لپاره یو ځای شوي مګر د اسلام د بدنامولو هڅه کوي او بیرته یې یو شمېر له دولت اسلامي سره په جګړه هم بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په ننګرهار، کونړ، سرپل، شمال او هرات کې له طالبانو ګڼې نښتې هم کړې دي.
دا دواره د پاکستان دلالان دي. او د پاکستان د اهدافو لپاره کار کوي. سگ زرد برادر شغال است. لعنت دی په دوی وي
که طالیبان د یهودیانو ځامن دی نو تاسو د بد خنځیر ځامن یاست
دغه بی نومه دخنځیر ځامن او د امریکا او پاکستان جیره خواره داعیشیان به وروسته له دي د هسکی مینی د جودرو په جماعت کی مرداریږی او په سخته سزا به رسیږی
ناپوهه طالیبان او ځینی پخوانی زورواکه اشرار دیي خدای هم تباه کړی
دغه ټولی ډلی د افغانستان په خلکو رحم نه کوی او نه افغانستان خپل کور ګڼی خو داعیشیان او یا خنځیران دنړی په هر ګوډ کی خلکو پیژندلی دی د دوی سره د خبری پرځای فقط ټوپک او توره استعمالول پکار دی او سمدستی یی مردارول پکار دی