تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې دلې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده وژل شوی دی.
داعش په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا هیبة الله ته زهر ورکړای شوي او په نتیحه کې یې مړ شوی دی.
داعش دغه راز ادعا کړې چې هیبة الله ته د خپلو نژدې کسانو او دوستانو له لوري زهر ورکړل شوي او هغوی د ده مړینه پټه ساتلې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د داعش د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
له څو میاشتو راهیسي د هیبة الله په اړه څه نه دي ویل شوي او ډېره ګرانه ده چې څوک دې د داعش ادعا ثابته کړي ځکه چې د طالبانو مشران په عام محضر کې نه څرګندېږي او له دې سره سره چې دا ډله ادعا لري چې د افغانستان د خاورې په سلو کې ۷۰ یې په ولکه کې ده مشران یې له ۲۰۰۱ کال راوروسته د افغانستان په خاوره کې نه دي لیدل شوي.
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړینه ۲ کاله پټه ساتل شوې وه. او اوس هم کره معلومات نشته چې نوموړی چیري او څرنګه مړ یا ووژل شو.
هیبة الله اخوندزاده د طالبانو د اسلامي تحریک درېم مشر دی. تر ده وړاندې ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.