خبریال: میرویس جلالزی – د داعش ډله په افغانستان کې د ځالو د جوړولو په حال کې ده او دا به د دې هیواد لپاره ناورین وي.
د بریتانیا یپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د داعش ډله په افغانستان کې رامنځ ته شوې ده او د دې ډلې تور بیرغونه د سپینو طالباني بیرغونو ځای نیسي او دا لړۍ له سویلي هلمند څخه (چې له دیارلسو کلونو راپه دې خوا پکې د طالبانو عمده مرکزونه فعال ول) پیل شوې او د افغانسان نورو سیمو ته د پراخیدو په حال کې ده .
د رپوټونو له مخې، کله چې د جنورۍ په میاشت کې د ملا عبدالروف په نامه یو کس په هلمند کې د داعش د مشرتوب اعلان وکړ په سلګونو تنو رضاکارو افغانانو ترې غوښتنه وکړه چې دوی د داعش په لیکه کې ومني.
دغه ډله چې په عراق او سوریه کې تاسیس شوې له ګوانتانامو څخه د را خلاص شوي افغان طالب عبدالورف په مشرۍ د افغانستان په هلمند کې رامنځ ته شوه او دا يې په افغانستان کې لومړنی مرکز بلل شوی دی.
عبدالروف، چې وروسته ووژل شو، د امریکا د ګوانتانامو له زندان څخه را خلاص شوی جهادي و چې له ترهګرۍ او طالبانو سره د اړیکو پر سبب نیول شوی و او وروسته بیا بیرته خوشي کړای شو.
عبدالروف د داعش ډلې لپاره د خپلو جنګیالو په تکمیل او را ټولولو کې ناکام شو ځکه چې ویل کیږي د امریکا د بې پیلوته الوتکې په یوه برید کې په همدې هلمند کې ووژل شو.
د بریټانیايي منابعو د وینا له مخې، د داعش ډلې تور بیرغونه په هلمند کې د طالبانو د سپینو بیرغونو ځای نیسي.
د بریټانیا د سولې او جګړې د تحقیقاتي مرکز د رپوټ له مخې، د هلمند ولایت په اته کلن ماموریت کې نږدې څلور نیم سوه بریتانیايي سرتیري د ملاعمر د جنګیالو له لوري ووژل شول او په زرګونو نور ژوبل شول.
د هلمند قومي مشر صفي الله سنګینوال د وینا له مخې ملاعبدلروف خو مړ شوی لیکن د داعش ډلې رامنځ ته شوي هسته اوس طالبانو ته خطر دی او نږدې شل طالبان د همدې داعشیانو له لوري وژل شوي دي.
تیره اونۍ د نایجریا بوکوحرام ډلي هم له داعش څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او دا هغه ډله ده چې په نایجریا کې د عیسویانو پر ضد فعالیت کوي او په زرګونو کسان یې په تیرو څو کلونو کې وژلي او په لسګونو کلیسیاوې یې ړنګې کړي دي.
په اسیا کې د خپل نفوذ لپاره داعش ډلې خپل لومړنۍ هدف افغانستان ټاکلی دی.
دغه خاوره چې د اسیا زړه هم ورته ویل کیږي داسي موقعیت لري چې شمال ته له منځنۍ اسیا سره، لویدیځ ته له ایران او ختیځ ته له چین سره، چې د نړۍ اقتصادي او پوځي زبرځواک دی، پوله لري.
د سیاسي چارو مبصران داعش ډله د سیمې لپاره ډیره خطرناکه بولي خو په لومړي سر کې هغه افغانستان ته یو ناورین ارزوي، وايي چې د افغانستا نوي ولسواک بنسټونه او حکومت به په اسانه ولړزوي او کیدای شي د افغانانو او بهرنیانو په وینو تر لاسه شوی نسبي ثبات د بې ثباتۍ په لور وښویوي.
محترم جمهورريس ته په دی حساس وخت کی ضرورده چی دهغو بانفوسه سياسی ګونده سره ګډه ستراتيږی جوړه کړی چی وکولای شو دناورين دشروع وړاندی يو متحده قوت ولرو
دداعش پروژه سنجول شوي دډيرو کلونو را پديخواپروژه ده چه دعربستان سعودي،انګلس،آمريکاه له خوا جوړه سوي وه اوس ئي عملي کوي.په تيره هفته کي دپاکستان دصدراعظم غو ښتل وعربستان ته ددي پروژي پر عملي کيدو ددوئ غور وء.دافغانستان ريس جمهور ته پکار ده هر څومره چه ژر کيږي خپل حکومت تکميل او دفساد مخه ونيول شي او يوه سالمه ادره رامنځ ته کړي ورسته په هر قيمت چه وي سلاح او مهمات او هوائي ځواک پيدااو تقويه سي يوه بله مهمه خبره عسکري بايد دپخوا په شان لکه دمحترم آرواښاد ډاکټر نجيب آلله په وخت کي چه وه.د سولي لپاره بايد وجنګيږو که په توره وي که په قلم تر څو چه دښمن په ګونډو کړۍ نه وي خصوصآ فکي.مننه